شاته

اېمېنسټي انټرنېشنل: طالبانو جینکۍ تعلیم د بنیادي حق نه محرومه کړي دي 

د انساني حقونو نړیوالې ادارې اېمېنسټي انټرنېشنل په طالبانو غږ کړی چې د منځنۍ د جینکو د ثانوي درجې سکولونه دې پرانېزي بلخوا افغان مېرمنې وايي که د جینکو سکولونه نه خلاصېږي نو په کم عمر کې د جینکو ودېدل په زیات شي

د اېمېنسټي انټرنېشنل د جنوبي اېشیا څانګې د ګل، دوشنبې، په ورځ په ټوېټر یو بېغام کې وویل چې افغانستان کې د 12 کالو څخه د زیات عمر جينکۍ د 129 ورځو تېرېدو وروسته هم طالبانو د سکولونو نه منع کړي دي او جینکۍ د تعلیم د بنیادی حق نه محرومه کړی شوي دي.

په افغانستان کې مېشته مېرمنې د جينکو د سکولونو بندېدو اندېمښنې کړي او وايي که چېرې انجونو ته د تعليم ترلاسه کولو اجازه ور نه کړل شوه نو په کم عمر کې د جينکو ودول به زيات شي او ګڼ شمېر جينکۍ به مجبورې شي چې سخت کارونه وکړي و د کورنۍ لپاره معاش وګټي.

افغان مېرمنې وايي چې د جينکو د سکولونو تړل کېدو انديښمنې کړي او ويره لاري چې د ماشومانو رتلونکې به يې د تيارو سره مخ شي.

په دې حقله په کابل کې د يو سکول استاذه بنفشي وي او ای ډيوه ته وویل: " زما درې نجونه دي چې يو په لسم صنف کې وه، بله نهم او کوچنۍ شپږم صنف کې وه اوس د مکتب نه په کور شوي دي، مکتب کې ما په زوره داخل کړې وې ځکه چې پلار يې نه غوښتل چې تعليم وکړي، هغه به هر وخت دا ويل چې زه لوريانې واده کومک او پېسې ورباندې ګټم چې سرمايه پېدا کړم خو ما ورته وويل چې زامن مې درس وايي نو لوڼه به مې هم درس وايي، دلته اوس مونږه ډېر زيات مشلاتو کې يو چېرته تللې هم نه شو او لوڼه مې هم د تشويش نه يو رقم ته مريضانې دي."

تېر کال د اګست په 15مه په افغانستان د واکمن کېدو وروسته طالبانو د شپږم ټولګي پورته د جينکو سکولونو ته په تګ بندیز لګولی دی. ګڼ شمېر افغان مېرمنو د طالبانو د دغه ګام په ضد احتجاجونه هم کړي دي.

د ځايي سرچينو ترمخه د هيواد په 34 ولايتونو کې د دولتي پوهنتونو ښځينه زده کوونکې هم د تعليم ترلاسه کولو په ځای کورونو کې په ناسته مجبوره دي.

د کابل زرغونه يوسفزۍ اندېښنه څرګندوي چې د جينکو سکولونه تر ډېر وخته پورې بند پاتې کېدل به د جينکو په کم عمرۍ کې د ودونو سبب وګرځي

هغه وايي " نو که چېرې ماشومانې جينکۍ تعليم وو نه کړي او داسې پېغلې شي نو ختمن کورنۍ يې د د ودولو فيصله کوي ځکه چې هغه جينکۍ نه شي کولې چې خپل حق وغواړي، په هغه صورت کې چې کله يوه جينۍ ذهني او فکري لحاظ سره بالغه نه شي نو هغه نه شي کولې چې د خپل ځان دفاع وکړي."

نوموړې زياته کړه په موجوده اقتصادي بحران کې يو شمېر والدين به وکړل شي چې په کور ناستې موشومانې جينکۍ په سختو کارونو ولګوي.

" کله چې جينکۍ په کور کې ناسته وي او ماشومه وي نو د هغې څخه په دغه کارونو کې استفاده کېږي، تاسو پوهېږې چې په افغانستان کې سوالګرې جونه څومره ډېرې دي، چې کومې لرې پرتې غريزې سيمي دي هلته په اکثره جونو د لوړو ځايونو نه لرګي او اوبه روړل کېږي."

د افغان طالبانو ترجمان ذبیح الله مجاهد د جنورۍ په 15مه امريکايي خبري ادارې اسوسیېټیډ پریس سره په مرکه کې ویلي، د تعلیم وزارت یې کار کوي چې د جينکو های سکولونه او پوهنتونونه په راتلونکو دريو میاشتو کې پرانیزي.

نوموړي زياته کړې چې په ډېرو ولایتونو کې په لوړه کچه هم ( د جينکو) تعلیم شته او په لږو ځایونو کې چې پاتې دی هلته ځینې مسایل تر اقتصادي ستونځو او طرز عملونو پورې اړه لري چې باید عملي شي.

څه کم پینځه میاشتې کېږي چې طالبانو د خپلې واکمنۍ موقتي انتظام اعلان کړی خو د نړۍ یو هېواد هم لا د حکومت په څېر په رسمیت نه دي پېژندلي. امریکا او نوره نړۍ له طالبانو غواړي چې ټولشموله حکومت جوړ کړي، ښځو ته خپل حقونه ورکړي او جينکۍ سکولونو ته پرېږدي.


  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د سیمې د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.