شاته

د قطر امیر د افغانستان، یورپ او ایران مسئلو باندې خبرو دپاره واشنګټن ته سفر کوي - ذرائع

رائټرز - باخبره ذرائعو د رائټرز خبري ادارې ته د دې خبرې پخلی کړی چې د قطر امیر نیت لري د جنوري په ۳۱مه د امریکې سرښار واشنګټن ته سفر وکړي او دلته د چارواکو سره د افغانستان په مسئلې، یورپ ته د تېلو د لېږلو، او د ایران په حوالې سره خبرې اترې وکړي.

د هغه وخت نه چې قطر د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو کوربه شو او نتیجه یې د ۲۰۲۰ کال دوحه تړون و، د قطر او امریکا ترمنځ تعلقاتو قوت پیدا کړی او شیخ تمیم پخپل سفر کې کوشش کوي چې دا تعلقات نور هم مضبوطه کړي.

همدا شان چې کله طالبان افغانستان کې واک اختیار ته ورسېدل او امریکا زرګونه کسان له افغانستانه راویستل، د انخلا په دې پروسه کې قطر ورسره ډېره همکاري وکړه. کابل کې د امریکا سفارت د بندېدو نه پس، اوس د طالبانو واکمنۍ لاندې کابل کې، قطر د امریکا سفارتي نمایندګي هم په غاړه اخیستې ده.

قطر او ترکي د طالبانو د حکومت سره په مذاکره کې دي چې د کابل نړېوال ائیرپورټ انتظام په غاړه واخلي.

له هغه وخته چې جو بایډن د صدارت عهدې ته رسېدلی دی، دا امریکې ته د قطر د امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني لومړی سفر ګڼل کیږي، او په داسې وخت کې مخې ته راځي چې واشنګټن د تېلو او ګېسو د کاروبار لرونکو هېوادونو او کمپنیو سره په دې غږیږي که چېرته روس په یوکرین حمله وکړي او په مغربي هېوادونو خپل ګېس او تیل بند کړي، نو په هغه صورت کې دوی د روس په ځای مغربي یورپ ته تېل او ګېس ورکړي.

د ‌ذرائعو په قول، د امریکې خارجه وزیر انټني بلېنکن د ګل/دوشنبې په ورځ د قطر خارجه وزیر سره د ټلیفون د لارې دا خبره شریکه کړله. قطر د قدرتي ګېسو له اړخه نړۍ کې یو اوله درجه ملک بلل کیږي.

واشنګټن سره دا فکرمندي شته چې که د روس پوځ په یوکرین حمله وکړي، امریکا او یورپ به په ماسکو باندې سخت بندیزونه ولګوي او په نتیجه کې به یې یورپ ته د روس د ګېسو اېکسپورټ هم بند شي. روس د دې خبرې نه انکاري دی چې ګني په یوکرین باندې د حملې خیال لري.

په نړېواله کچه د ګېسو سپلائی دمخه لا کمه شوې ده او د قطر انرجۍ کمپنۍ د ګېسو داسې اوږدمهاله تړونونه لري چې هغه په آسانۍ سره نشي ماتولی.

همدا شان طمعه کیږي چې د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني او د امریکې صدر جو بایډن د ایران او نړېوالو قوتونو ترمنځ د ۲۰۱۵ کال جوهري لوظنامې بحاله کولو په برخه کې جاري کوششونو باندې هم خبرې وکړي. دا دوه مشران به د یمن د جګړې ختمولو په لارو چارو هم وغږیږي. قطر د امریکا ترڅنګ، د ایران سره هم ښه تعلقات لري.