شاته

په افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښي زیاتې شوې دي

د افغان جاپان روغتون ډاکټران وايي، په تېرو دوو اوونیو کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ډېر شوی او هره ورځ په منځني ډول له۱۰ تر ۱۵ ناروغان روغتون ته راځي.

د افغان جاپان روغتون سر طبیب ډاکټر طارق احمد اکبري ازادي راډیو ته وویل، چې د ویروس مثبتې پېښې اومیکرون ته ورته دي، خو دوی یې د تشخیص لپاره اړین کیټونه نه لري.

اکبري وایي:" اوس مهال د افغان جاپان روغتون او د 'کووېډ-۱۹' په نورو ولایتي سنټرونو کې د کرونا ویروس مخ په زياتېدو دی، پرون مو ٢٥ مثبتې پېښې درلودې، نن ښايي تر دې هم زياتې شي، موږ پرون اووه بستري ناروغان درلودل، چې ډېرى يې جدي پاملرنې ته اړتيا لري. په افغان جاپان روغتون کې دېری پېښې اومیکرون ته ورته دي، خو له بده مرغه موږ جین سکینسر یا تشخیصونکي هومو کېټ نه لرو."

ارشیف؛ د افغان جاپان روغټون ډاکټران
ارشیف؛ د افغان جاپان روغټون ډاکټران

د افغان جاپان روغتون ډاکټران وايي، که څه هم اوس د دوی ستونزې تر یوه بریده هوارې شوې، خو له بهرنیو مرستندویانو غواړي چې دامېکرون د تشخیص د کیټونو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

شکريه چې تازه له طب پوهنځي فارغه شوې وايي، پلار يې څو ورځې وړاندې په يوه محفل کې له ګډون وروسته په کرونا ويروس اخته شو.

نوموړې چې خپل پلار یې په افغان جاپان روغتون کې بستر کړی وایي، د ویروس ډول چې پلار یې پرې اخته شوی دی، ډېر امیکرون ته ورته دی.

شکریه زیاتوي:"د خپلوانو په یوه محفل کې یې ګډون کړی و، بیا ورته د ستوني درد، سر درد او لوړه تبه پیدا شوه. په لومړي سر کې موږ فکر کاوه چې دا به د ژمي له یخنۍ عادي ناروغي وي، خو افغان جاپان روغتون ته له راتلو او نمونې اخیستلو وروسته، د هغه ټسټ مثبت وختو."

که څه هم د کرونا ویروس د اومیکرون ډول په ټوله نړۍ کې په چټکۍ د خپرېدو په حال کې دی، خو په افغانستان کې ورته دومره پاملرنه نه ده شوې.

په ورته وخت کې یو شمېر افغانان د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا له وزارته غواړي چې د رسنیو له لارې عامه پوهاوی لوړ کړي ترڅو خلک د مخکې په څېر دا ویروس جدي ونیسي.

د ننګرهار اوسېدونکې ګلالي غفاري ازادي راډیو په دې اړه وویل:" خلک فکر کوي چې ویروس له منځه تللی، خو داسې نه ده او دوی باید دا جدي ونیسي. موږ پر حکومت غږ کوو چې په دې برخه کې د یو پلان له مخې، د پوهاوي له لارې خلک دې ته وهڅوي چې د دې ناروغۍ په اړه جدي شي."

د کرونا وایروس د تشخیص وسیله
د کرونا وایروس د تشخیص وسیله

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت هم مني چې په تېرو دوو اونیو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ډېرې شوې دي.

د دغه وزارت ویاند جاوید هژیر ازادي راډیو ته وویل: "موږ توانیدلي یو چې په هېواد کې د کرونا له ۳۸ روغتونونو ۱۷ روغتونونه په محدودو امکاناتو سره فعال وساتو، د ۵ روغتونونو لپاره مو مالي امکانات پیدا کړي، موږ هڅه کوو چې د یونېسف په مرسته په لسو ولایتونو کې د اکسیجن پلان جوړ کړو، د وزارت له ادرسه به دجوماتونو او رسنیو له لارې خلکو ته عامه پوهاوی وکړل شي."

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، د دوی د بیا واکمنۍ له مهاله، نږدې ۱۲۹ زره او ۱۸ د کرونا ټسټونه شوي چې له دې شمېر۱۱۰۹۷ پېښې مثبتې دي، له ناروغانو ۴۴۵۴۲ یې بېرته روغ شوي او ۶۰۷ نور بیا ترې مړه شوي دي.

وزارت د پرون ورځې د شمېرو په اړه ویلي، په ټول افغانستان کې له ۲۳۷۴ مشکوکو پېښو ۲۱۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د طالبانو د حکومت د روغتیا وزارت ویاند له بهرنیو مرستندویانو وغوښتل چې د کرونا ویروس، په ځانګړي ډول د اومیکرون ډول د خپرېدو د مخنیوي لپاره په ګډه ورسره کار وکړي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د شمېرو له مخې په افغانستان کې ، د ۲۰۲۰ کال د جنوري میاشتې له ۳مې څخه د ۲۰۲۲ کال د همدې میاشتې تر ۲۴مې پورې د 'کووېډ- ۱۹' ۱۵۹۶۸۲ مثبتې پېښې ثبت شوې چې له دې شمېر څخه ۷۳۹۳ تنه مړه شوي دي.

دغه شان د روان کال د جنورۍ تر ۲۳ مې نېټې پورې په دغه هېواد کې ټولټال ۵ ملیونه ۴۶ زره ۵۴ کسانو واکسین ترلاسه کړی دی.