شاته

 د صدارت د یو کال پوره کېدو په موقع صدر بایډن خبري غونډې ته وېنا کوي

په وایټ هاوس کې د یو کال پوره کېدو په مناسبت به د امریکې صدر جوبایډن به لومړۍ خبري غونډې ته وېنا کوي، دا په داسې حال کې چې د هغه د اېجنډې دوه بنیادي خبرې په کانګرس د ځنډ سره مخامخ دي اود کرونا وبا په امریکا کې دننه او په نړیواله کچه اوس هم لویه مسله ده.

صدر بایډن به د شورو، چهارشنبې، په ورځ د واشنګټن په وخت ماسپښین په وایټ هاوس کې د خبریالانو سره خبرې کوي. رویټرز خبري اداره وایي خبري کانفرنس دپاره څلور بجې وخت ټاکل شوی دی.

د ډېموکرېټک پارټۍ جوبایډن د 2021 د جنورۍ په شلمه نېټه د صدارت سوګند پورته کړی و.

بایډن د هغه وخت د ريپبلېکن پارټۍ صدر ډانلډ ټرمپ نه صدارتي انتخاب ګټلی و.

د وي او ای د رپورټ ترمخه صدر بایډن په داسې حال کې د کال 2022 لومړۍ رسمي خبري غونډې ته وېنا کوي چې په ولسي نظر پوښتنه کې یې افغانستان نه د امریکايی ځواکونو د راوېستلو وروسته مقبولیت کې په مسلسل ډول کمی شوی دی او د مقبولیت شرح یې په مشکله د 40 فیصد نه بره پاتې شوي ده او تېره هفته کوېنې پییک یورنېورسټۍ د خپلې نظر پوښتنې نتېجې ښکاره کړې چې پکې د صدر بایډن د مقبولیت شرح 33 فیصد وه.

د وي او ای د رپورټ ترمخه د صدر بایډن د مقبولیت په شرح کې د کرونا وایرس په اړه د هغه د حکومت ګامونه هم ګنل کېږي، که څه هم د هغه حکومت د کرونا په ضد د وېکسین سخت کېمپېن چلولی و.

رپورټ وايي د ولسي صحت ماهرینو د امریکې په حکومت تنقید کړی چې دا اندازه یې ونشوه کړی چې د ډېلټا او اومېکرون په شان د کرونا نور شکلونه هم راپېدا کېدلی شي او د کرونا د معلومولو دپاره یې د ټېسټونو صلاحیت نه و زیات کړی.

د کرونا معلولو دپاره د امریکې حکومت اوس ولس ته په کور د ټېسټ صلاحیت ورکوي او امریکایان د ډاک دلارې د کرونا د ټېسټ دپاره الات یا کېټ کور ته راغوښتلی شي.

د اقتصادي مشکلاتو په مهال امریکایانو سره د مالي مرستې دپاره د صدر بایډن حکومت د مېلینونو ډالرو د مالي امداد قانون د کانګرس نه منظور کړی دی.

د امریکې د بنیادي اسانتیاو یا انفراسټرکچر د بحالۍ او د موسمي بدلون د مخنیوي دپاره د صدر بایډن حکومت د کانګرس نه د یو اشاریه اته ټرېلین ډالرو مالیت قانون منظورول غواړي خو د وېسټ ورجینیا ریاست نه د واک من ډېموکرېټک پارټۍ د سېنټ غړي جو مېنشن د مخالفت له امله د دغه قانون منظوري د ځنډ ښکار شوي ده.

په سېنټ کې د واکمن ډېموکرېټک او د حزب اختلاف ريپبلېکن پارټي برابر غړي دي او یو ګوند هم د قانون د منظورولو دپاره واضحه اکثریت نلري.

رویټرز خبري اداره وايي د سېنېټر مېشن حمایت ترلاسه کولو دپاره وایټ هاوس د انفراسټرکچر په مجوزه قانون کې د بدلون تیاری کوي او ځینې خبرې به د مجوزه قانون د مسودې نه لرې کړي لکه امریکایانو ته د ماشومانو د پالنې دپاره پېسې ورکول به ختمې کړي او د رخصتۍ په مهال کورنیو ته معاش ورکول به هم وتړل شي.

مېنشن او د اېريزونا ریاست نه د ډېموکرېټک پارټۍ کرسټن سېنما د ووټ د حق په اړه د دوو قانوني مسودو مخالفت هم کوي چې د صدر بایډن حکومت یې حمایت کوي. دواړه د سېنېټ د دې قانون د بدلولو مخالفت کوي چې د یوې قانوني مسودې د وړاندې تګ دپاره دې د سېنټ په سلو غړو کې شپېته غړي یې ملاتړ وکړي.

د وي او ای رپورټ وايي د یونېورسټي اف کېلېفورنیا اېټ سېنټا باربره ترمخه د شورو، چهارشنبې، په ورځ به جوبایډن لسمې خبري غونډې ته وېنا وکړي. د صدر بایډن د خبري کانفرنسو دغه شمېره د مخکینو امریکايي صدرانو نه کمه ده.