شاته

اروپايي ټولنه له افغانستان سره د څه باندې ۲۶۸ میلیونه یورو مرسته کوي

اروپايي ټولنې د افغانستان له خلکو سره د پوهنې، روغتیا او معیشت خوندیتوب په برخه کې د ۲۶۸.۳ میلیونه یورو تازه مرستې ژمنه کړې ده.

اروپايي ټولنې نن چهارشنبه جنورۍ ۱۹ (مرغومې ۲۹) په یوې اعلامیې کې ویلي چې دغه مرستې به د یونیسف، د خوړو نړیوال پروګرام، د روغتیا نړیوال پروګرام، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالو نړیوال سازمان لخوا په دغه هیواد کې ولګول شي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې په دغه مالي مرستو سره به تر دېره د افغانستان د خلکو د روغتیا، د ماشومانو د خوارځواکۍ، د څښاک پاکو اوبو او په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د تعلیم په برخه کې متمرکزې وي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر وان برانډ هم په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې له ملګرو ملتونو سره د دې ډاډ د تر لاسه کولو لپاره کار کوي چې افغانان په ځانګړي ډول ښځې او نجونې له اوسني کړکېچ سره مقابله وکولای شي.

اروپايي ټولنې په یوې اعلامیې کې ویلي چې دوی په دغو سختو شرایطو کې د افغانستان له خلکو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته دغه هیواد د اقتصادي او بشري بحران سره مخ شوی او نړیوالو خیریه بنسټونو د دغه هېواد د خراب اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنې ښودلې دي.

د اروپايي ټولنې په اعلامیه کې ویل شوي: "د اروپايي ټولنې د پراختیايي برخې وزیرانو د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر په میاشت کې موافقه وکړه چې د افغانانو د لومړنیو اړتیاو ملاتړ ته به دوام ورکړي. د اروپايي ټولنې هدف د افغانستان د خلکو د ژوند او معیشت خوندي کول دي او خلکو ته بنسټیز خدمتونه وړاندې کول دي."

دا په داسې حال کیده چې نن په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه معاونیت یا (یوناما) مشرې وویل چې په افغانستان کې اړمنو ته د رسېدو لپاره د نړیوالې ټولنې مرستې کافي نه دي او له نړیوالو بنسټونو څخه یې وغوښتل چې په دې برخه کې جدي توجه وکړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشرې دیبرا لاینز په ارګ د طالبانو لخوا د افغانستان اقتصادي ستونزو هواري په لومړي کنفرانس کې وویل چې بشري مرستې اوږد مهاله حل لاره نشي کېدای او ټينګار یې وکړ چې باید د دغه هیواد اقتصادي بحران په اساسي ډول حل شي.