شاته

طالبانو پاکستان ضد فعالان نیولي؛ افغانان یې خوشې کیدل غواړي 

طالبانو په کابل کې د بشري حقونو فعال عظیم عظیمي له هغه وروسته ونیوه چې په خپل ټویټر کې یې اعلان وکړ د پاکستان خلاف مظاهره کوي.

دا مظاهره کابل ته د پاکستان د ملي‌ امنیت د مشاور معید یوسف د سفر په درشل کې تنظیم او پلان شوې وه.

پاکستاني‌ مقاماتو وویل چې کابل ته د ښاغلي‌ یوسف سفر د هوا د خرابوالي‌ له کبله بلې اونۍ ته وځنډېده.

ښاغلي یوسف ویلي‌ وو چې د طالبانو د حکومت له چارواکو سره به په تجارتي او اقتصادي مسائیلو سربېره، له افغانستان سره په سرحد باندې د کټارو او اغزنو مزو د لګولو په مسئلې به هم له طالبانو سره غږېږي.

ښاغلي عظیمي په خپل ټویټر کې لیکلي وو چې د افغانستان په اړه د «پاکستان د وروستیو څرګندونو» په اړه مظاهره کوي، خو راپورونه وايي‌ چې طالبانو هغه او درې نور مدني فعالان حیات الله روفي، عبدالکریم بلال او احمد شاه ونیول.

په کابل کې یو مدني فعال عنایت الله قاضي زاده امریکا غږ ته د تیلیفون له لارې وویل د هغوی ملګرو ولیدل چې طالبانو عظیمي‌ او د مظاهرې درې نور تنظیموونکي ونیول او له ځان سره یې بوتلل.

وايي طالبانو هغوی د کابل په دویمه حوزه د «شش درک» په سیمه کې نیولي دي. طالبانو په دې اړه تر دې دمه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.‌

د امریکا غږ ډیوې څانګې په کابل کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ له ویاند «جنرال مبین» سره تماس نیولی، هغه ورته ویلي‌ چې د معلوماتو له راټولولو وروسته به په دې خبرې وکړي، خو تر دې یې دمه کوم ځواب نه دی ورکړی.

په همدې حال کې په فیسبوک اوټولنیزو رسنیو کې یو شمېر افغانانو د دغو مدني فعالانو د پرېښودو کمپاین پیل کړی دی.

په ټویټر کې د #ReleaseAzeemپه نوم هشټګ هم جوړ شوی چې زرګونه ځلې شیر او خپور شوی دی. دغو افغانانو له طالبانو غوښتي‌ چې خلکو ته د بیان او مدني فعالیتونو ازادي ورکړي.

تر دې مخکې هم په کابل کې مظاهرې شوې چې طالبانو یې مخه نیولې او دا څو ورځې مخکې یې د ښځو د یوې مظاهرې د خپرولو لپاره په هغوی یې اوښلن ګاز وشېنده.

دا په داسې حال کې دي چې د بشر د حقونو ځینې سازمانونه وايي‌ طالبانو د بشري حقونو او په خاص ډول د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی نکوي.

څو ورځې مخکې د بشري حقونو د څار سازمان وویلچې واک ته د طالبانو له راتګ وروسته په افغانستان کې بشري بحران او د افغانانو د بشري حقونو کړکیچ نور هم زیات شويدي.

په راپور کې ویل شوي دي‌ چې اوس په افغانستان کې بشري کړکیچ په غمیزې بدل شوی دی.

په دې سربېره، د طالبانو حکومت په رسنیو او مطبوعاتو باندې هم یو لړ محدودیتونه لګولياو له یو شمېر خبریالانو سره یې زور زیاتی او تاوتریخوالی هم کړي دي.