شاته

د امریکا خارجه وزیر یوکرین او جرمني ته د سفر نه وړاندې د روس خارجه وزیر سره وغږېد

د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن د نهې/سې شنبې په ورځ د روس له خارجه وزیر سرګي لاروف سره خبرې وکړې او ټاکل شوې ده چې بلېنکن به د یوکرین د صدر سره هم د ملاقات دپاره هغه ملک ته سفر وکړي. بلېنکن په داسې وخت کې دا خبرې پیل کړي چې په یوکرین باندې د روس د حملې له اړخه وېره لا هم پرځای پاته ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سرګي لاروف او انټني بلېنکن د وروستیو خبرو په اړه یو بیان جاري کړ او هغه کې وویل: "د امریکا خارجه وزیر د یو سفارتکاري لارې د جاري ساتلو په اهمیت ټینګار وکړ چې په اوکراین کې دننه او هغه ملک ته نږدې د روس د پوځ راغونډېدلو له کبله مخې ته راغلې پرېشانۍ او کشیدګۍ راکمې شي."

د جاري شوي بیان ترمخه، ښاغلي بلېنکن پخپلو خبرو کې دا ټینګار هم کړی چې امریکا د یوکرین خودمختارۍ او علاقائي سالمیت دپاره کلک ژمن دی، او بل دا چې که د یورپ د امنیت په اړه هر ډول بحث کیږي، نو د نېټو اتحادیانو او یورپي شریکانو شاملېدل په کې حتمي دي.

بل اړخ ته د نهې/سې شنبې په سهار د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې خارجه وزیر انټني بلېنکن د یوکرین سرښار کیېف ته د یو سفر فوري انتظام کړی او غواړي د شورو/چهارشنبې په ورځ هلته د یوکرین د صدر ولوډمیر زیلېنسکي او خارجه وزیر ډمیترو کولیبا سره ملاقاتونه وکړي.

بلېنکن به د هغه نه پس برلېن ته ولاړ شي او هلته به د جرمني د خارجه وزیرې انالېنا بېربوک سره وګوري. د امریکا خارجه وزارت ویلي چې بلېنکن به هلته د روس سره د وروستیو سفارتکاري تماسونو او په یوکرین باندې د روس د حملې د مخنیوي په کوششونو باندې بحث وکړي.

د یوکرین ختیځ سرحد سره د روس د شاوخوا یو لاکهـ عسکرو راغونډېدل دا وېرې پیدا کړي دي چې ماسکو غواړي پخپل ګاونډي ملک، یوکرین حمله وکړي. روس په کال ۲۰۱۴ کې د یوکرین کریمیا جزیره نما هم قبضه کړې وه.

د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن به د شورو/چهارشنبې په ورځ په یو فوري سفر کې یوکرین او بیا جرمني ته ولاړ شي
د امریکا خارجه وزیر انټني بلېنکن به د شورو/چهارشنبې په ورځ په یو فوري سفر کې یوکرین او بیا جرمني ته ولاړ شي

تېره هفته په جینیوا کې د روس او امریکا چارواکو د یوکرین د لانجې او نورو امنیتي مسئلو په سر د اختلافاتو د لېرې کولو دپاره خبرې وکړې، خو کومه نتیجه یې نه درلوده.

روس غواړي دا ضمانت او یقین ورکړی شي چې یوکرین به هېڅکله نېټو کې شامل نشي.

په همدې حال کې د ګل/دوشنبې په ورځ د امریکا یو پلاوی سرښار کيېف ته ولاړ چې څرګند کړي امریکا د روس سره د روانې لانجې په اړه، د یوکرین ملاتړ کوي.

په هغه پلاوي کې شاملې یوې سنېټرې اېمي کلوبچار چې د ډېمکرات ګوند سره تعلق ساتي، د وي او اې یوکرین سروس سره مرکه کې وویل، دوی سره په تللي پلاوي کې د امریکا د ډېمکراټ او رېپبلېکن ګوندونو غړي شامل دي او ټول دا وايي چې دوی د یوکرین ملاتړي دي او که ولاډمیر پوټین په یوکرین حمله وکړي، نو په روس به سخت او فوري پابندۍ ولګول شي.

یو بل سنېټر، کېوین کرامر چې رېپبلېکن دی، وي او اې ته وویل، که چېرته څه پېښ شي، نو امریکا به چوپه خوله نظاره کوونکی پاته نشي. هغه زیاته کړه چې په یوکرین د حملې د مخنیوي کوششونه روان دي.