شاته

له افغانستان سره د مرستو بندېدل، د کووید ۱۹ نیمايي روغتونونه بند شوي

د افغانستان د روغتیا وزارت وايي، د نړیوالې ټولنې په ځانګړي ډول د نړیوال بانک د مرستو په بندېدو سره په دغه هیواد کې د کووید ۱۹ تر نیمايي زیات روغتونونه تړل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند جاوید هژیر نن سې شنبه جنورۍ ۱۸ (مرغومې ۲۸) رسنیو ته استولي پيغام کې ویلي چې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت مخکې په دغه هیواد کې د کووید۱۹ ۳۸ روغتونونه فعال و، خو اوس مهال یوازې ۱۶ روغتونونه فعال دي.

ښاغلي هژیر زیاته کړه: "مخکې مو د کرونا ویروس ناروغیو د درملنې ۳۸ روغتونونه لرل، د افغانستان د اسلامي امارت راتګ سره د دغه روغتونونو سره ټول مالي مرستې چې د نړیوال بانک لخوا ورکول کېدې بندې شوي دي،په همدې خاطر زموږ د کرونا ویروس ناروغیو د درملنې روغتونونه له ستونزو سره مخ شوي د ي."

ښاغلي هژیر زیاته کړې چې اوس مهال د روغتیا په برخه کې یو شمېر خیره بنسټونو د افغان جاپان په ګډون د کووید ۱۹ روغتونونو مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.

هغه ټینګار وکړ چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف ژمنه کړې چې په کابل، لوګر، ارزګان او بغلان ولایتونو کې د کووید ۱۹ روغتونونو د اکمال مسؤلیت په غاړي اخلي.

د طالبانو د روغتیا وزارت ویاند همدارنګه ټینګار وکړ چې د یونیسف په دې اقدام سره به نور کمکي بنسټونه د دغه روغتونونو مالي لګښتونه تامین کړي.

د کرونا واکسین تطبیق کېدل

د طالبانو د روغتیا وزارت وايي چې په کابل او ولایتونو کې د کرونا ویروس ضد واکسین بهیر چټک کړی او په ورځ کې زرګونو کسانو ته واکسین ورکوي.

ښاغلي هژیر زیاته کړه:"مخکې په ورځ کې د کوونکو کسانو شمېر په اوسط ډول ۶۰۰۰ څخه تر ۸۰۰۰ تنو پوري و،خو اوس مهال مو دغه بهیر ګړندی کړی دی په ورځ کې شاوخوا ۲۱ تنه واکسین کیږي."

هغه په دې اړه ارقام ونکړل چې تر دا مهاله څومره کسانو ته د کرونا ویروس ضد واکسین ورکړل شوی دی.خو تر دې مخکې دغه وزارت ویلي و چې د واکسین له پيل څخه بیا تر دا مهاله شاوخوا ۷.۵ میلیون کسانو ته د کرونا واکسین تطبیق شوی دی.

د امریکا متحده ایالات، چین او هند له هغو هیوادونو څخه دي چې له افغانستان سره تر ټولو زیات د کرونا ویروس ضد واکسین مرستې کړي دي.

د روغتیا وزارت ویاند زیاته کړه چې د کرونا ویروس تازه څپې ته پوره چمتووالی نیول شوی دی.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په وروستیو ورځو کې د کرونا ویروس د ۸۵۰ مشکوکو نمونو څخه ۳۹ یې مثبتې ثابتې شوي دي چې تر ټولو زیاتې په کابل کې وې.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس، تر دا مهاله په افغانستان کې د کرونا ویروس ۸۲۰زره مشکوکو پېښو معاینات شوي چې له ډلې څخه یې ۱۸۰زره یې مثبت ثابتې شوي دی. تر دا مهاله په دغه هیواد کې څه باندې ۷۳۶۰ تنه له کرونا ویروس څخه مړه شوي دي.