شاته

شمالي وزيرستان: په وسله وال بريد کې يو پوليس سرتيری وژل شوی، دوه ژوبل

د افغانستان سره په پوله لګېدلې د خیېر پښتونخوا قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان کې په پولیسو وسله وال بريد شوی چې پکې یو پولیس عسکر وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.

د شمالي وزیرستان د پولیسو ضلعي مشر (ډي پي او) عقیق حسین وايس اف امریکا ډیوه سره دغه خبر تاييد کړی دی چې په شمالي وزیرستان کې په پولیسو شوي برید کې یو پولیس سرتيری وژل شوی او دوه نور ټپي شوي دي.

د پولیسو مشر په شریکو کړو معلوماتو کې ویلي دغه برید د دوشنبې/ ګل (17جنورۍ) په ماښام د میر علي تحصیل په هرمز سیمه کې د بنو میرانشاه ترمینځ په لویې سړک شوی دی.

ډیوه ته په لیږل شوي پیغام کې هغه ویلي د پولیسو ګشتي پارټۍ د بنو بکا خېل کډوالو کېمپ نه میرانشاه ته په لار وه چې د میرعلي په هرمز سیمه کې د وړاندې نه پټو وسله والو پرې ناتاره ډزې پیل کړي او د ډزو په پېښه کې يو پولیس سرتیری امین الله وژل شوی او دو نور سرتیري نیک زمان او واسد الله ژوبل شوي دي.

د پولیسو مشر ویلي دا ترهګریز برید وو او د برید ورسته په زیات شمیر نور پولیس د پیښې ځای ته رسېدلي او د لټون عملیات يې پېل کړي او ټوله علاقه یې په ګیره کې اخستې ده.

لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان دعوه کړې د شمالي وزيرستان په ميرعلي بازار کې يې په پوليس برید کړی او دوه پوليس یې وژلي دي.

له دې وړاندې چې په نزدې وختونو کې په شمالي وزیرستان کې په امنیتي ځواکونو کوم بریدونه شوي په هغو کې هم د زیاترو زمه واري لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان منلي دي.

په عېن حال کې په علاقه کې د نا امنۍ پرضد د شمالي وزیرستان په شیوا سیمه کې د ځایې خلکو احتجاجي پرلت هم دوام لري.

پرونی برید په داسې حال کې شوی چې تیره میاشت دپاکستاني طالبانو تحریک حکومت سره د ډزبندۍ ختمولو اعلان کړی او تر هغې وروسته یې په امنیتي ځواکونو د شوو یو شمېر بریدونو پړه پغاړه اخستې ده.

د پاکستاني طالبانو لخوا په دې وروستیو کې جاري شوو شميرو کې دعوه شوې چې تر ټولو زیات 45 بریدونه يې د دسمبر میاشت کې کړي دي.

هم دا ډول طالبان دعوه کوي چې یواځې په شمالي وزیرستان کې یې تیر کال 82 بریدونه په امنیتي ځواکونو کړي دي.

په پاکستان کې غېر دولتي څېړنېز ادارې سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل کلني رپورټ کې ویلي تېر کال 2021 کې د هېواد دننه د ترهګرۍ او تشدد په پېښو کې 42 فيصدي اضافه شوې چې پکې 853 کسان مړه شوي دي.

د سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز د رپورټ ترمخه د ترهګرۍ او تشدد زياتره 75 سلنه پېښې يوازې د خېبر پښتونخوا، قبایلي ضلعو او بلوچستان صوبه کې مخې ته راغلې دي.

څیړونکي وايي تېر کال داګست مياشت کې د طالبئانو په افغانستان د واکمن کېدو وروسته پاکستاني طالبانو د هېواد دننه خپل بریدونه زیات کړي دي.

د امنیتي چارو څېړنکار او د فاټا ريسرچ سنټر اېګزیګټيو ډاېرکټر منصور خان ډيوه ته وايي په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ وروسته د پاکستاني طالبانو فعالیتونه او هلې ځلې اوس په قبایلي ضلعو او په ځانګړي توګه شمالي او جنوبي وزیرستان کې ښه په ښکاره کېږي .

هغه وايي اوس ورو ورو دا د نا امنۍ پېښې د خیبر پختونخواه بندوبستي سیمو ته غځېږي.

د روانې جنورۍ په پينځمه د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار هم د ټي ټي پي سره د ډز بندۍ ختمول تاييد کړي او ویلي یې وو، د ټي ټي پي پرضد جګړه روانه ده

بل لور ته د ناامنۍ پرضد د شمالي وزیرستان شیوا سیمه کې د سیمه ایزو خلکو احتجاجي پرلت نن په دریمه ورځ دوام لري او وايي په علاقه کې د بدامنۍ د پېښې وروسته په عملياتو کې د عامو خلکو په کورونو چاپې وهل شوي تشدد پرې شوې او نيول شوي.

په شیواه کې د امنيتي سرچینو په وېنا درې ورځې وړاندې چاودنه شوې او د هغې په اساس بيا امنيتي ګامونه پورته کړی شوي او څو مشکوک کسان نيول شوي وو.

د شمالي وزيرستان انتظاميه هم تاييد کړې چې پرامنه احتجاجي ناسته روانه ده او دوی ورسره خبرې کوي او هڅه کوي چې غوښتنې يې ومني

د شمالي وزیرستان د پي ټي ایم فعال عید رحمان وایي دغلته په رڼا ورځ د بدامنۍ پېښې کيږي. او بیا تر هغه وروسته عام خلک نیول کیږي، تشدد پرې کیږي او ځورول کیږي.

هغه وویل دوی په علاقه کې د امنيت ټينګشت غوښتنه کوي او د عامو ځايي خلکو ځورولو لړۍ دې ودرول شي.

د پاکستان پوځ پخواه نه دا دریځ لري چې دوی عام خلک نه ځوروي خو چې څوک څه نه څه دې نا امنۍ کې لاس لري د هغوي پرضد عملیات کوي.

د جنورې په پینځمه د پاکستان د پوځ وياند مېجر جنرل بابر افتخار ویلي وو، په 2021 کال کې د افغانستان سره په پوله حالات مشکل پاتې شوي، په شمالي وزيرستان کې په (دوه توی) علاقه کې کامياب پوځي عمليات شوي او د افغانستان سره په ټوله پوله د پاکستان حکومتي عملداري په ځای کړی شوې ده.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.