شاته

افغانستان: په بادغېس کې زلزله شوې، لږ تر لږه 22 کسان پکې مړه شوي

د ترکمانستان سره په پوله د افغانستان په لويديځه صوبه بادغېس کې د ګل/ دوشنبې په ورځ د ماسپښين نه وروسته دوه ځله زلزله شوې او لږ تر لږه 22 کسان پکې مړه شوي دي.

د اې پي خبري ادارې ترمخه داسې ويره څرګنديږي چې په زلزله کې د مړو شمېرو سېوا شي، ويل شوي دغه علاقه چې زلزله پکې شوې لرې پرته او شاته پاتې علاقه ده، او د ژغورنې مرستندويه ادارې هلته رسي.

د صوبې د کلتور او اطلاعاتو د څانګې مشر باس محمد سروري ویلي، په زلزله کې په لسګونو کورونه ويجاړ شوي دي.

د امریکې جيولوجيکل سروی ويلي، لومړۍ زلزله چې ماسپښين په دوه بجې شوې شدت يې 5.3 وو او دوېمه چې مازيګر په څلور بجې شوې، زور يې 4.9 وو او دا د صوبې د مرکز قلعه نو نه 41 کلوميټره ختيځ ته او 50 کلوميټره جنوب ختيځ ته په پرته علاقه کې شوې ده.

سروري ويلي، خلک ويرېدلی او د ځان ژغورنې دپاره کورونه پرېږدي.

ويل شوي په زلزله کې د قادس ولسوالي ډېره ځپل شوې ده.

اې اېف پي خبري اداري ويلي، په زلزله کې کورونه نړیدلي، چتونه يې غورځېدلي او په مړه شوو کسانو کې ماشومان او ښځې شامل دي.

د راپورونو ترمخه په زلزله ځپلې سيمه کې امدادي کارونه روان دي.

په افغانستان کې دغه زلزلې په داسې حال کې شوي چې ملګرو ملتونو ويلي په افغانستان کې په يخ موسم کې نيمايي ابادي د لوږې سره مخ ده.

په افغانستان کې چې تير کال د اګست په 15 طالبان په واک کې راغلي، د هېواد اقتصادي وضع سخته خرابه او معاشي ستونزې جوړې شوي او راپورونه وايي خلک د خوراکي توکيو د کمي سره مخامخ دي.