شاته

امریکا کې د رای ورکولو د حقوقو د بدلون غوښتنه

پداسې حال کې چې په متحده ایالاتو کې د دوشنبې په ورځ د مدني آزادیو د سرلاري مارټن لوتر کینګ جونیر د زیږیدو ۹۳یمه کالیزه لمانځل کیده او عمومي رخصتي وه، د ښاغلي کنګ یو شمیر پلویانو او د کورنۍ غړیو په پایتخت واشنګټن ډي سي کې لاریون وکړ او په ټول هیواد کې یې د رای ورکولو په شرایطو او حقونو کې د بدلون غوښتنه کوله.

لاریون کوونکو په ځانګړې توګه د سنا په مجلس کې د دیموکراتانو نه وغوښتل چې پدې هکله دې د جمهوري غوښتونکو مخالفت له منځه یوسي.

په متحده ایالاتو کې د مدني آزادیو د دې سرلاري زوی مارټن لوتر کینګ دریم چې د خپلې میرمنې او دوو کمکیو لوڼو سره په لاریون کې برخه اخیستې وه ، د ټولو امریکایانو لپاره یې د رای ورکولو د حقوقو غوښتنه وکړله.

هغه وویل، "تاسو (د کانګرس دیموکراتان) په زیربناوو کې کامیاب وئ چې یو ستر کار و. خو مونږ له تاسو غواړو چې د عینې انرژۍ څخه کار واخلئ او دا یقیني کړئ چې ټول امریکایان د خنډ پرته د رای ورکولو حق ولري."

په همدې حال کې جمهور رئیس جو بایډن چې دې لاریون ته د ویډیو د لارې خبرې کولې وویل چې د "امریکا ټول ولس باید د مارټن لوتر کینګ نیمګړي پاتې شوي کار ته متعهد اوسي. کارونه پیدا کړي، عدالت تامین کړي او د رای ورکولو سپیڅلی حق دې خوندي کړي، هغه حق چې نور ټول حقوق ترې تر لاسه کیږي."

ښاغلي بایډن همدارنګه پخپلو خبرو کې وویل چې د امریکا ټول منتخب چارواکي او عام ولس باید خپل دریځ روښانه کاندي. هغه زیاته کړه، "د دې وخت رارسیدلی چې ټول امریکایان ودریږي، خپل غږ پورته کړي، غږ یې واوریدل شي او خپل دریځ څرګند کړي."

د سنا په مجلس کې د اکثریت ګوند مشر چک شومر غواړي چې په هغه قانون دې د سه شنبې په ورځ رایه ګیري وشي چې د نومبر د میاشتې نه وړاندې چې په متحده ایالاتو کې د انتخاباتو رسمي ورځ وي، خلک حق ولري چې د پوستې د لارې او د انتخاباتو د رسمي نیټې نه وړاندې د رای ورکولو حق ولري.

په قانون کې همدرانګه راغلي چې په هغو ایالاتونو کې دې په انتخاباتو د فدرالي حکومت څارنه ډیره شي چې د نژادي توپیر سابقه لري او هم دې په انتخاباتي مبارزو کې د مالي مرستو لپاره قوانین سخت شي.

جمهوري غوښتونکو د متحده ایالاتو په ۱۹ ایالتونو کې چې مشري یې د دوي په لاس کې ده، تازه یې په رای ورکولو تازه محدودیتونه وضع کړي. منتقدین وایي چې د دې محدودیتونو له کبله به اقلیتونه او هغوي چې ټیټ عاید لري، ونشي کړی رایه ورکړي.

دیموکراتان وایي چې دا نوی قانون چې لا منظور شوی ندی او د کانګریس غړي باید پرې رایه اچونه وکړي، د جمهوري غوښتونکو د محدودیتونه مقابله کوي.

خو بل پلو بیا جمهوري غوښتونکي ادعا کوي چې دا قانون د دیموکراتانو لخوا د ګوندي قوت څخه کار اخیستل دي چې له مخې به یې فدرالي حکومت په ټولو پنځوسو ایالاتو کې چې په عنعنوي توګه د انتخاباتو د تنظیم لپاره بیلې لارې چارې لري، د انتخاباتو کنټرول په لاس کې واخلي.