شاته

د خېبرپښتونخوا په پېنځو ضلعو کې د پوليو په ضد خصوصي کېمپېن شروع شو

د خېبرپښتنخوا په ډيره اسماعیل خان، بنو، لکي مروت، ټانک شمالي او جنوبي وزيريستان کې د پوليو په ضد خصوصي کېمپېن د ګل، دوشنبې، په ورځ شروع شو.

د خېبرپښتونخوا د پوليو د مخنيوي بيړني مرکز د وينا ترمخه په بنو او ټانک کې د پوليو واېرس د مثبتو ماحولياتي نمونو نه پس دغه خصوصي مهم د چلولو فېصله شوي ده.

د خېبرپښتونخوا د صحت محکمې خصوصي سېکرېټري عطاالرحمان په صوبه کې د کال 2022 د لومړي پوليو مهم په رسمي توګه پرانېسته وکړه او ماشومان يې د پوليو واېرس په ضد وېکسين کړل.

دغه کېمپېن کې به خواؤشاء ۴ اشاريه ۵ ملينه ماشومان د پوليووايرس په ضد وېکسين کولی شي چې د پاره یې د ۲۰ زرو نه سېوا ټيمانو تربيت شوې دی.

د پوليو مهم د پرانېستي په مهال د خېبرپښتونخوا د صحت محکمې خصوصي سېکرېټري عطاالرحمان وي او اې ډيوه ته ووېل ټولې تيارۍ پوره شوي دي او په جنوبي ضلعو يي خصوصي توجه ده.

عطالرحمان وايي " زمونږ تر ټولو لويي هدف د خېبرپښتونخوا جنوبي ضلعې دي چې دغه سېمو نه پوليو واېرس پاک کړو۔ په دې لړ کې مونږ دغه خصوصي پوليو کمپاېن کې خواؤشاء ۱۸ زره پوليو ټيمان تربيت کړي دي چې په دې کې ځينې کورونو کې ماشومان وېکسين کوي، ځيني په لارو ګودرو کې ناست دي او ځيني په صحت مرکزونو کې دي۔ زمونږ دغه پوليو ټيمان چمتو دي چې هر ماشوم ته پوليو ضد څاڅکي ورسيږې۔ مونږ کوښښ کوؤ چې دغه يو مؤثر کمپاېن ثابت شي."

په خېبرپښتونخوا کې د تېر يو نيم کال راهسې د پولیو مثبت کېس نه دی رپورټ شوی.

دې سره سره په چاپېريال کې د پوليو واېرس نه موندل هم هغه نخښې دي چې چارواکي وايي ښښي په صوبه کې د پوليو کمپاين مېعار ښه شوی دی.

خو تيره مياشت په بنو او ټانک ضلعو کې د پوليو واېرس ماحولياتي نمونې يو ځل بيا مثبت راغلي چې له امله یې چارواکي وايي دغه خصوصي پوليو مهم د چلولو پريکړه شوې ده۔

خېبرپښتونخوا کې به دغه پوليو مهم په دوو برخو کې چلول کېږي۔ رومبې برخه کې به د ډي آئي خان او بنو ډويژنو په شپږ ضلعو ټانک، لکي مروت، بنو، ډي آئي خان، شمالي او جنوبي وزيريستان کې کيږي ولي دويمه برخه کې به په پېښور، مردان ډويژنو ترڅنګ کوز دير کې ماشومان ويکسين کېږي۔

د خېبرپښتونخوا د صحت محکمې وينا ترمخه په جنوبي ضلعو کې غوره پوليو مهمونه چلول د پوليو وايرس د مخنيوي د پاره ډېر مهم دي او په دغۀ سېمو يي خصوصي توجه ده۔ په دي لړ کې د پوليو کمپاېن په وخت امنيت برقرار ساتلو د پاره د سيکيورټي کلک ګامونه پورته شوي دي او په سېمه کې په موټر سايکل ډبل سورلې هم بنديز لګولي شوې دی۔