شاته

په افغانستان کې د زلزلې له کبله '۲۲' تنه مړه شوي

د افغانستان په بادغیس ولایت کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي چې د یوې زورورې زلزلې له کبله لږ تر لږه څه باندې ۲۰ تنه مړه شوي‌دي.

د باختر اژانس وايي چې په دغې زلزلې کې شاوخوا ۲۲ تنه مړه شوي دي او څلور ژوبل دي.​

د طالبانو د حکومت د قادس ولسوالۍ ولسوال محمد صالح پردل د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي‌ چې په دغو کسانو د کورونو چتونه لویدلي او مړه شوي‌دي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د ځمکې پېژندنې اداره وايي‌ چې د ریکتر په کچه د دغې زلزلې اندازه ۵.۳ وه.

ښاغلي پردل وویل چې په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. خو نور معلومات یې ورنکړل.

د افغانستان په شمالي‌ سیمو کې کله ناکله زلزله کیږي چې مالي او ځاني تلفات اړوي. د دغې نوې زلزلې په اړه نور معلومات خپاره شوي‌ نه دي.

دا زلزله داسې مهال کیږي چې ملګري ملتونه وايي د واورو او بارانونو له کبله یو شمېر لویې لارې تړل شوې او اړمنو افغانانو ت د بشري مرستو رسول ستونزمن شوي دي.