شاته

کندز مېشتې مهسا جویا: د کار حق راکړئ، اقتصادي ستونزو ژوند راتریخ کړی

په کندز ولایت کې د طالبانو په واکمنېدو سره هغه ښځې او نجونې چې خپلې دندې يې له لاسه ورکړي اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

۲۴ کلن مهسا جویا یوه له هغو نجونو څخه ده چې پخوا یې په یوه سیمه ییزه رسنۍ کې کار کاوه او د میاشتې یې ۱۰ زره افغانۍ معاش اخېست او د خپلې ۶ کسیزې کورنۍ لګښت یې پرې پوره کاوه.

هغه وايي، پنځه میاشتې وشوې چې وزګاره ده او اقتصادي ستونزو یې ژوند تریخ کړی دی: "کله چې له پوهنتونه فارغه شوم، د کندز په ملي راډیو ټلوېزیون کې مې کار پیل کړ ښه خوشحاله ژوند مې درلود، کله چې په افغانستان کې سیاسي تحولات رامنځته شو نه شم کولی له کوره بهر ووځم."

د نوموړې په وینا ګڼې ښځې د خپلو کورنیو سرپرستي پرغاړه لري او نورو به له کورنیو سره په نفقه برابرولو کې مرسته کوله، خو اوس چې له هغوی د کار کولو حق اخیستل شوی، له بې شمېره ننګونو سره مخامخ دي.

جویا وايي: "پخوا چې ما کار کاوه هم مې خپلې ستونزې هوارولې او هم مې له پلار سره د کور په خرڅ کې مرسته کوله، خو له بده مرغه اوس مې یوازې پلار زموږ د کورنۍ ډوډۍ ګټونکی دی. نه یوازې زه بلکې نورو نجونو چې هم دندنې له لاسه ورکړي له سختو ستونزو سره مخ دي."

د کندز ښار
د کندز ښار

اغلي جویا زیاتوي ښځې د افغان ټولنې نیمه برخه نفوس جوړوي، باید طالبان په خپله کابینه کې د ښځو سیاسي او اقتصادي مشارکت ته جدي پاملرنه وکړي، ځکه ښځې د یوې ټولنې په پرمختګ او ځان بسیاینه کې رغنده رول لوبولی شي: "موږ له طالبانو غواړو چې ښځو ته د کارکولو شرایط برابر کړي، څو ښځې د دوی شرایط سره سم په دولتي ادارو کې کار وکړي او هم زده کړې وکړي."

مهسا جویا له ازادي راډیو سره د خبرو پرمهال له طالبانو وغوښتل چې پرښځو وضع شوې محدودیتونه او بندیزونه لېرې کړي او دوی ته د انسان په سترګه وګوري.

هغه ټینګار کوي، که طالبان د ښځو پر وړاندې په خپل دریځ کې بدلون رانه ولي، نو زیات شمېر ښځې او نجونۍ به له هېواده ووځي.

طالبانو مخکې ویلي وو چې دوی به ښځو ته د کارکولو او د زده کړو زمینه برابره کړي او پر یوه طرحه کار کوي چې په عملي کولو سره به یې ښځو ته په دولتي او غیردولتي ادارو کې د کار کولو فرصتونه برابر شي.

دا چې په راتلونکي کې به طالبان ښځو ته د سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي فعالیتونه حق ورکړي او که نه د وخت په تیرېدو سره به روښانه شي.