شاته

د طالبانو د امربالمعروف وزارت له طالبانو غوښتي د چا شخصي حریم ته داخل نشي

د طالبانو د حکومت د «امر بالمعروف او نهی عن المنکر جلب جذب او سمع شکایاتو» وزارت له خپلو افرادو څخه غوښتي چې د چا شخصي حریم ته داخل نشي.

یاد وزارت نن چهارشنبه جنورۍ پنځمه (مرغومې ۱۵) همدارنګه له خپلو محتسبینو څخه غوښتي چې د چا تلیفونونه هم ونه ګوري.

د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په دې اړه پر خپلې ټویټر پاڼه لیکلي: "د امر بالمعروف او نهی عن المنکر، جلب جذب او سمع شکایاتو وزارت اړوند تولو محتسبینو ته هدایت کیږي چې د چا شخصي حريم ته چې شریعت اجازه نه وي ورکړې باید دننه نشي او د چا موبایلونه ترې و نه ګوري، نور شخصي حريم کې يې هم مداخله ونکړي."

دا په داسې حال کېده چې په دې وروستیو کې د طالبانو لخوا د خلکو د شخصي ټلیفونونو د چیک کولو په اړه شکایتونه راپورته شوي و.

یادو کسانو ویلي و چې په ټلیفونونو کې د دوی شخصي معلومات دي او باید د طالبانو لخوا ونه کتل شي.

د طالبانو د امر بلمعروف او نهی عن المنکر وزارت همدارنګه تیره اونۍ له خلکو څخه وغوښتل چې ږیري پريږدي او موسقیي دي نه غږوي.

دوی همدارنګه له موټر چلوونکو څخه غوښتي و چې بې حجابه ښځې موټر ته ونه خیژوي او تر څه باندې ۴۰ مترو زیات دې نامحرمه ښځې انتقالوي.

طالبان پر داسې مهال خپلو افرادو ته له خلکو سره د ښه چلند توصیه کوي چې په دې وروستیو کې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده هم خپلو جنګیالیو ته امر کړی چې د افغانستان د مخکني حکومت غړيو ته دې د "پخوانیو جرمونو" په خاطر سزا نه ورکوي.

په فرمان کې راغلي، "زما د عفوې احترام وکړئ ؛ د تیر نظام کار کوونکو ته د تیرو جرمونو سزا مه ورکوئ."