شاته

فرانسوي پوهانو د کرونا ویروس نوې بڼه تشخیص کړې

پوهانو په فرانسه کې ویلي دي چې په هغه هیواد کې یې د کرونا ویروس یوه نوې بڼه تشخیص کړېده.

دغو پوهانو د کرونا ویروس د نوې بڼې نوم په موقتي ډول "IHU" ایښتی او څرګنده کړې یې ده چې د تیر کال په ډسمبر میاشت کې یې د فرانسې مارسي ښار ته نږدې په یوې سیمه کې د ۱۲ ناروغانو په بدن کې تشخص کړ.

لومړی ناروغ چې په بدن کې یې د کرونا "IHU" تشخیص شو له افریقایي‌ هیواد کامرون څخه فرانسې ته راغلی وو.

فرانسوي پوهانو ویلي دي چې هغوی په نوې بڼه B.1.640.2 کې د بدلیدو ۴۶ ډولونه موندلي چې کولی شي د واکسینونو په وړاندې مقاوم او تر اصلي ویروس څخه ډیر عفوني ووسي.

ددغو څیړنو پایلې د MedRxiv په نوم د صحي علومو په آنلاین خپرونه کې نشر شوي دي.

دا نشریه هغه مطالعات خپروي چې د نورو څیړونکو له خوا نه څیړل کیږي ‌او نور علمي بنسټونه یې هم نه خپروي.

د کرونا B.1.640.2 شکل تر اوسه نه په نورو هیوادونو کې تشخیص شوی او نه هم د روغتیا نړیوال سازمان د "اندیښنې وړ" شکل بللی دی.

د کرونا ویروس دغه نوې بڼه په داسې حال کې تشخیص شوې چې د نړۍ اکثریت هیوادونه د کرونا له اومیکرون بڼې سره چې د لومړي ځل لپاره په سهیلي افریقا کې تشخیص شوه، لاس او ګریوان ده.

د کرونا اومیکرون شکل د نورو بڼو په پرتله ډیر ژر له یوه انسان څخه بل ته سرایت کوي، خو علمي څیړنې ښکاره کوي چې دا ډول د ډلټا په نسبت ډیر وژونکی ندی او علایم یې خفیف دي.

څیړونکو د ډنمارک د کوپن هاګن په پوهنتون کې موندلې چې اومیکرون د ډلټا شکل په نسبت په واکسین شویو کسانو کې ۲.۷ د ۳.۷ برابره ډیر لیدل شوی دی.

د امریکا متحده ایالتونو د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز راپور ورکړی چې اوسمهال په ۹۵.۴ فیصده ناروغانو کې د کرونا ویروس اومیکرون بڼه لیدل شوې ده.

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون د تازه ارقامو له مخې، د کرونا ویروس د خپریدو له پیل څخه ترا وسه پورې په ټوله نړۍ کې څه باندې ۲۹۵ کسان په کرونا ویروس ککړ شوي چې په دې منځ کې څه باندې پنځه میلیونه و ۴۵۶ زره کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

امریکا د کرونا کابو ۵۵ میلیونه مثبت واقعیات لري او څه باندې ۸۳۰ زره کسان وژل شوي چې د نورو هیوادونو په پرتله ډیر تلفات لري.