شاته

بریتانیا کې په یوه ورځ کې څه باندې ۲۰۰زره کسان په اومیکرون اخته شوي 

په بریتانیا کې په یوه ورځ څه باندې۲۰۰زره کسان د کرونا ویروس په نوې بڼې “اومیکرون” اخته شوي‌ دي.

راپورونه وايي چې یو شمېر روغتونونه د کارکوونکو له کموالي سره مخامخ شوي دي.

دا لومړی ځل دی چې په بریتانیا کې د کرونا ویروس د خپرېدو راهېسې په ۲۴ ساعتونو کې ۲۱۸۷۲۴ کسان د کروناویروس په نوې بڼې اخته کیږي. همدغه راز د دغه ویروس له کبله د ۴۸ کسانو د مړینې خبر هم ورکړل شوی دی.

د بریتانیا د ملي روغتیا د خدمتونو اداره بیا د روغتیايي کارکوونکو له کموالي سره مخامخ ده،‌ یو شمېر کارکوونکي یې د کرونا په ویروس اخته شوي ‌او باید په کورونو کې پاتې شي. د راپور له مخې تېره اونۍ د دغې برخې ۵۰زره کارکوونکي په کورونو کې قرنطین وو.

صدراعظم بوریس جانسن ژمنه کړې ده چې په روان بد وضعیت کې به د روغتیايي کارکوونکو تشه ډکوي.

نوموړي یو خبري کنفرانس ته وویل چې د بېړنیو کلینیکونو په بیا فعالېدو او د رضاکاره روغتیايي کارکوونکو په لیدو حالت د «جګړې»‌ سیمې ته ورته دی.

هغه وویل: «هغوی چې وايي له کرونا ویروس سره زموږ مبارزه ختمه شوې، فکر کوم بیخي غلط وايي.‌ دا وخت د ډېر احتیاط وخت دی.»

له دې هر څه سره سره نوموړي په ملي کچه د بیا قرنطین د پیل کېدو خبره رد کړه او ویې ویل دا ځکه چې ډېر خلک واکسین شوي دي. په همدې حال کې د ترانسپورت د برخې کارکوونکي هم کم شوي چې له کبله یې ډېر خلک کارونو ته د تللو لپاره په اوږده کتارونو کې ولاړ وي.

صدراعظم جانسن وویل د نوي پروګرام له مخې چې د ترانسپورت د کارکوونکو په ګډون هره ورځ په کې ۱۰۰زره «مهم کارکوونکي» واکسین کیږي، «د اومیکرون د نوې څپې» په کنترولولو کې له برتیانیا سره مرسته وکړي.

د ۲۰۲۰ له پیل راهېسې د کرونا ویروس له کبله په بریتانیا کې نژدې ۱۴۹۰۰۰ کسان مړه شوي دي.‌