شاته

کولمبیا کې د یاغیانو تر منځ جګړې کې لږ تر لږه ۲۳ تنه وژل شوي

د کولمبیا د دفاع وزارت وایي د هیواد په ختیځه برخه د «آراوکا» په ایالت کې د یاغیانو تر منځ شخړو زور اخیستی.

په تازه جګړو کې لږ تر لږه ۲۳ تنه وژل شوي او ۲۰ نور مجبور شوي چې خپل کورونه پریږدي او نورو سیمو ته کډه شي.

د کولمبیا حکومت په ۲۰۱۶ کال کې د فارک یاغیانو سره د سولې تړون لاسلیک کړ او پدې سره یې په هیواد کې د وژلو کچه تر ډیره حده کمه کړه خو دا تازه وژنې د حکومت د هلو ځلو لپاره یوه ستونزه بلل کیدی شي.

حکومت د هیواد په لیرې پرتو سیمو کې د وړو یاغي ډلو او د مخدره موادو د قاچاقبرانو د کنټرول کولو لپاره هلې ځلې کوي چې په غیرې قانوني توګه د معدنونو د کیندلو، د کوکا تاسیستاتو او د نورو قاچاقي لارو د کنټرول پر سر د یو بل په خلاف جګړې کوي.

د آراوکا ایالت په کولمبیا کې د تیلو د څاګانو له پلوه یوه غني سیمه ده او د تیلو د انتقال یو نیل لیکه هم ترې تیره شوې. یاغیان د تیلو د پټولو لپاره وخت ناوخته پدې ایالت کې بریدونه کوي او نل لیکه ماتوي.

دغه ایالت د ګاونډي هیواد ونزویلا سره ګډه پوله لري او د مخده موادو د قاچاقبرانو ډلې د څو لسیزو راپدیخوا پدې ایالت کې د قاچاقي لارو پر سر جګړه کوي.

د کولمبیا پوځ د دوشنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې وویل چې د تشدد دا تازه پیښې د آزادۍ د ملي پوځ ملیشو او د فارک د هغو پخوانیو غړیو تر منځ شوې چې د سولې د تړون سره د یو ځای کیدو نه یې انکار کړی.

پوځ ویلي چې دواړه ډلې د مخدره موادو د سوداګرۍ پر سر شخړه کړې.

د هوان کارلوز ویلاتې په نامه د بشري حقونو یو افسر مطبوعاتو ته ویلي چې داسې راپورونه یې تر لاسه کړي چې وسله والو ملکیان د کوره ایستلي او په ډله ایزه توګه یې وژلي دي خو معلومه نده چې دا کار کومې ډلې کړی.

ښاغلي ویلاتې وویل چې د شاوخوا ۵۰ کسانو د ورکیدو او ۲۷ د وژل کیدو راپورونه ورته رسیدلي دي.

په همدې حال کې د بشري حقونو د څار ادارې ویلي چې د ۲۴ کسانو د وژل کیدو او د ځینو کسانو د ورکیدو او تښتول کیدو چې شمیر ندی معلومراپور ورکړل شوی.

معلومه نده چې دا کسان کومې ډلې تښتولې دي.