شاته

یوناما: بشري حقوق باید محدود نشي، طالبان: د ټولو حقوق تامینوو

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) مرستیالې د بشري حقونو د یو شمېر ښځینه فعالانو سره لیدنه کې ویلي چې بشري حقونه باید په دغه هېواد کې تر پښو لاندې نشي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ مرستیالې مټه نوډسن همدارنګه ویلي: "طالبان مسؤلیت لري ترڅو دا ډاډ رامنځته کړي چې په افغانستان کې بشري حقونه د ټولو لپاره په برابر ډول تضمینيږي."

"; //parse XFBML, because it is not nativelly working onload if (!fbParse()) { var c = 0, FBParseTimer = window.setInterval(function () { c++; if (fbParse()) clearInterval(FBParseTimer); if (c === 20) { //5s max thisSnippet.innerHTML = "Facebook API failed to initialize."; clearInterval(FBParseTimer); } }, 250); } } }; thisSnippet.className = "facebookSnippetProcessed"; if (d.readyState === "uninitialized" || d.readyState === "loading") window.addEventListener("load", render); else //liveblog, ajax render(); })(document);

د هدا خموش په نوم یوې ښځینه فعالې چې په دغه لیدنه کې ګډون کړی، ویلي چې دوی د ښځو، رسنیو او د بیان د ازادۍ په وړاندې د محدودیتونو او د «طالب سرتیرو لخوا د پخوانیو افغان سرتیرو د وژلو» په اړه اندېښنې شریکې کړې.

طالبانو پر افغانستان تر حاکمیت وروسته ویلي چې د افغان مېرمنو حقوق به د اسلامي شریعت په چوکاټ کې تامین کړي او هم یې د پخواني افغان حکومت مامورینو ته «عفوه» اعلان کړې، خو فعالانې اندېښنه لري چې د ښځو حقوق یې تر پښو لاندې نشي.

پر همدې مهال د طالبانو د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني نن سه شنبه جنورۍ څلورمه (مرغومې ۱۴) رسنیو ته په لېږلې پیغام کې ویلي چې دوی ښځو او نارینو ته د تعلیم او کار زمینې برابرواو ته ژمن دي.

نوموړي زیاته کړې: "د افغانستان اسلامي امارت هیڅ ډول ممنوعیت نلري، البته هڅه کوي چې د ښځو لپاره ښه کاري محیط برابر شي."

د طالبانو حکومت د سپټمبر میاشتې پر ۱۷مه د هلکانو ښوونځي پرانیستل، خو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي نه پرانیستل.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي چې دوی د مناسب چاپېریال په رامنځته کولو سره د نجونو تعلیم ته ژمن دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په دې وروستیو کې وویل چې په نوي کال کې به ټول ښوونځي او تعلیمي مرکزونه د نجونو پر مخ پرانیستل شي.

د طالبانو په تیر حکومت کې مېرمنو ته د کار کولو اجازه نه ورکول کېدل او هغوی باید له کور څخه د وتلو لپاره حجاب کړی وای.

دا په داسې حال کېده چې تر دې مخکې هم ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه اندېښنې ښودلې وې او د دغه سازمان مسؤلینو ویلي و د دې لپاره چې په دغه هیواد کې د تیرو دوو لسیزو لاسته راوړنې خوندي شي، باید په دغه هیواد کې بشري حقونه، د افغانستان د ټولو وګړو عزت او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د کار او تعلیم حق خوندي شي.