شاته

پاکستان: د افغانستان سره په پولې به د کټارو لګولو کار دوام ولري

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي په ګډې پولې کې د امنیتي کټارو په هکله د "ځینو مغشوشتیا" د حل لپاره د دیپلوماتیکي لارو چارو د لارې په افغانستان کې د طالبانو سره په اړیکه کې دي.

ښاغلي قریشي د دوشنبې په ورځ جنوري ۳ (مرغومي۱۳) په اسلام آباد کې په یو خبري کنفرانس کې وویل چې هیواد یې د خپلو ګټو د خوندیتوب هوډ لري او په یو اړخیزه توګه به د افغانستان سره په ګډې پولې د کټارو لګولو کار روان ساتي.

د پاکستان دغه جګپوړي دپلومات د طالبانو د سرحدي ځواکونو د هغو تازه هڅو په هکله خبرې کولې چې ګنې پاکستان نه پریږدي په پولې کټارې ولګوي. طالبانو همدا تیره اوونۍ د کټارو یوه برخه ونړوله.

قریشي په خبري کنفرانس کې وویل،" مونږ چوپ نه یو. مونږ کټارې لګولي او انشالله دا هڅې به روانې ساتو. افغانستان زمونږ دوست ګاونډی دی. مونږ ورسره په اړیکه کې یو. ځیني ګډوډۍ پیدا شوي او کولی شو چې د دپلوماتیکي چینلونو د لارې یې حل کړو".

په همدې حال کې د طالبانو د دفاع وزارت یو ویاند د یکشنبې په ورځ په ګډې پولې د کټارو لګول وغندل او وې ویل چې پاکستان "د ډیورنډ په کرښې د اغزن تار لګولو هیڅ حق نلري چې د کرښې په داړو خواوو کې دوه قومونه سره ویشيې".

پاکستان د ډیورنډ په کرښې د اغزن تار لګولو کار چې مشري یې د پاکستان پوځ کوي په ۲۰۱۷ کال کې پدې نیت پیل کړ چې د غیرې قانوني وسله والو او قاچاق مخه ونیسي. پاکستاني چارواکي وایي چې د امنیتي کټارو د لګولو کار ۹۰ په سلو کې بشپړ شوی.

د افغانستان د پخوانیو جمهور رئیسانو حامد کرزي او محمد اشرف غني په حکومتونو کې هم د همدې کټارو پر سره د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو تر منځ خونړۍ جګړې شویدي.

د ډیورنډ کرښه په ۱۹۸۳ کال کې د برتانوي هند د حکومت د هغه وخت د عمومي منشي موریټامر ډیورنډ او د افغانستان د امیر عبدالرحمان خان تر منځ د یوې موافقې له مخې لاسلیک شو خو تر هغې وروسته د افغانستان هیڅ یو حکومت دغه موافقه رد کړې.

پاکستاني چارواکي د ډیورنډ په هکله د افغانستان د حکومت اعتراضونه ردوي او وایي چې په ۱۹۴۷ کال کې کله چې پاکستان د برتانیې څخه خپلواکې واخیسته، دا سرحد هم ورته په میراث پاتې شو.

پاکستان پداسې وخت کې په ګډې پولې د کټارو د لګولو د دوام خبره کوي چې د کونړ ولایت پر ځینو سیمو د پاکستاني ملېشو لخوا د توغندیو وېشتلو د راپورونو سره هم مهاله، د طالبانو د دفاع وزارت وایي چې پر افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د یرغل او راکټي بریدونو په اړه به بې تفاوته پاتې نشي.

د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خورازمي د ډسمبر ۲۵ (مرغومې څلورمه) په کابل کې خبریالانو ته وویل: "د اسلامي امارت پالیسي داده چې د خاورې، خلکو او د خپل هیواد د سرحداتو په اړه بې تفاوته نه دی او که چیري کوم وخت د ګاونډیو هیوادونو لخوا یرغل کیږي او یا راکټي حملې کیږي بې تفاوته نه دی."

د کونړ ولایت ځینو اوسېدونکو امریکا غږ ته ویلي و چې پاکستانیو ملېشو د دغه ولایت پر مروره، شلطن او سرکاڼو ولسوالیو توغندي ویشتلي دي.