د ټرمپ او کورنۍ څخه یې د ټګۍ له کبله تحقیقات کیږي
د متحده ایالاتو د نیویارک ایالت لویې څارنوالې لتیتیا جیمز مخکنی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ، زوی یې ډن جونیر او لور یې ایوانکا جلب کړي چې په کورني کاروبار کې د ځینو معامالو په هکله په څیړنو کې پوښتنو ته ځوابونه ووایي.
دغه جلب د محکمې په اسنادو کې خپور شوی او میرمن جیمز چې پخپله یوه دیموکراته ده تیره میاشت یې په یوې مدنې قضیې کې چې تقریباً یو کال روانه، د ښاغلي ټرمپ کورنۍ یې د شاهدي ورکولو لپاره جلب کړې.
په محکمې کې دا جلب پداسې حال کې راڅرګندیږي چې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د تیر کال د ډسمبر په میاشت کې په یو راپور کې وویل چې د نیویارک ایالت لویې څارنوالې د مخکني جمهور رئیس ټرمپ نه غوښتي و چې په شخصي توګه د همدې روانې جنورې د میاشتې په ۷ مې ورشي او پوښتنو ته ځوابونه ووایي.
دا لومړی ځل دی چې پدې قضیه کې تحقیق کوونکي د ښاغلي ټرمپ او د کورنۍ د غړیو څخه پدې قضیه کې پداسې حال کې پوښتنې وکړي چې سوګند یې کړی وي.
د واشنګټن پوسټ د ورځپاڼې د راپور څخه وروسته ټرمپ په محکمې کې په لویې څارنوالې حقوقي دعوا وکړله او استدلال یې کاوه چې هغې (میرمن جیمز) په تحقیاقتو کې چې "سیاسي بڼه لري" د خپلو اساسي حقوقو څخه سرغړاونې کوي.
د لویې څارنوالې ویاندې د دوشنبې په ورځ جنوري ۳(مرغومي۱۳) ویلي چې د ټرمپ ارګنایزینش څو ځله کوښښ کړی چې تحقیقات وځنډوي. ویاندې ویلي، " مونږ ډاډا یو چې پوښتنو ته به مو ځوابونه وویل شي او حقایق به روښانه شي ځکه چې هیڅوک د قانون څخه پورته ندي".
په همدې حال کې د ټرمپ مدافع وکیلې الینا هابا د نیویارک د لویې څارنوالې کړنې دیموکراسۍ ته ګواښ بللې. میرمن هابا لیکلي، "د هغې (میرمن جیمز) کړنې زمونږ ډیموکراسۍ ته ګواښ دي او زه پلان لرم چې بشپړ حساب کتاب ورسره وکړم".
د نیویارک لویه څارنواله په تحقیقاتو کې غواړي معلومه کړي چې آیا د ټرمپ ارګنایزیشن د بانکي او مالیاتي ګټو تر لاسه کولو لپاره په غیرې قانوني توګه د خپلو جایدادونو د ارزښت په هکله غلط راپور ورکړی که نه.
میرمن جیمز دا تحقیاقت په ۲۰۱۹ کال کې پدې شک پیل کړل چې د ټرمپ ارګنایزیشن د بانکونو څخه د پور اخیستو لپاره د خپلو جایدادونو د ارزښت په هکله مبالغه کړې خو وروسته یې بیا د لږې مالیې ورکولو په خاطر د خپلې شتمنۍ ارزښت کم ښودلی.
د لتیتیا جیمز دفتر د ۲۰۲۰ کال د اکټوبر په میاشت کې د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ زوی اریک ټرمپ څخه پوښتنې وکړلې. اریک د ټرمپ ارګنایزیشن اجرائیوي مرستیال دی.