شاته

د ژورنالستانو نړیوال فدراسیون؛ ۲۰۲۱ افغان خبریالانو لپاره خونړی کال و

د ژورنالستانو نړیوال فدراسیون نن د ډسمبر په ۳۱ (مرغومي ۱۰) وویل چې روان کال په اوږدو کې په نړۍ کې ۴۵ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.

ددې سازمان د رپوټ په اساس د افغانستان د رسنیو ټولنې ته تر ټولو زیات تلفات اوښتي دي.

دغه سازمان چې په ټوله نړۍ کې د رسنیو د شاوخوا ۶۰۰زرو کارکوونکو استازیتوب کوي، ویلي چې د ۲۰۲۱ کال په ترڅ کې د نړۍ په ۲۰ هیوادونو کې ۴۵ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي چې ددې جملې څخه ۳۳ تنو یې په هدفي بریدونو کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

ددې سازمان د سږني رپوټ په اساس افغانستان د نهه، مکسیکو د اتو، هند د څلورو، پاکستان د دریو پیښو په درلودلو سره د زیاتو خبریالانو د وژل کیدو شاهدان وو.

له دې دمخه د افغانستان د خبریالانو د مصوونیت کمیټې ویلي وو چې پدې هیواد کې د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی او د طالبانو له واکمن کیدو وروسته د طالبالنو له لورې څو خبریالان وهل شوي او ټکول شوي دي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو د بشپړه وتلو د بهیر په ترڅ کې او وروسته له هغه تر اوسه پورې پدې هیواد کې درې خبریالان وژل شوي؛ د رها آژانس خبریال علي رضا احمدي،‌ د جهان تلویزیون ویانده نجمه صادقي د کابل په هوایي ډګر کې په یو ځانمرګي برید کې او محلي خبریال سید معروف سادات، په جلال آباد ښار کې وژل شوي دي.

د ژورنالستانو د ساتنې کمیټې چې مقر یې د نویارک په ښار کې دی، د سپتمبر په میاشت کې وویل چې د ۲۰۰۱ کال راپدیخوا په افغانستان کې ۵۳ خبریالان وژل شوي دي.

خو بیا هم د نړۍ د رسنیو د تلفاتو شمیره د تیرو ۳۰ کلونو په پرتله کله چې د خبریالانو نړیوال فدراسیون د رپوټ ورکول پیل کړي، په ټیټه کچه کې واقع دي.

په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د ۶۵ خبریالانو د وژل کیدو رپوټ ورکړل شوی و.

ددې سازمان عمومي منشي انتوني بیلانګر، وویل: "دغه ۴۵ همکاران چې مو د روان کال په تاوتریخوالي کې له لاسه ورکړي د خطرناکو قربانیو حکایت کوي چې خبریالان یې په پرله پسې توګه په ټوله نړۍ کې د عامه ګټو لپاره ورکوي."

د ژورنالستانو نړیوال فدراسیون ویلي چې د ۲۰۲۱ کال د مرګ ژوبلې شمیرې ښیي چې د رسنیو کارکوونکي تر ډیره د فساد، جرمونو او په ټولنو، ښارونو او هیوادونو کې د واک نه د ناوړه استفادې د بربنډولو په دلیل وژل کیږي.

ددې سازمان د معلوماتو په اساس د ۱۹۹۱ کال راپدیخوا په ټوله نړۍ کې ۲۷۲۱خبریالان وژل شوي دي.