شاته

د آرنولډ شوارتزنګر او ماریا شریور طلاق رسمي شو

د لاس انجلس ښار یوې محکمې د هالیوډ د ستوري آرنولډ شورتزنګر او د هغه د میرمنې ماریا شرایور طلاق چې لس کاله مخکې سره جلا شوي‌ وو، رسمي کړ.

امریکایي رسنیو د چهار شنبې په ورځ دسمبر ۲۹ (مرغومي اتمه) راپور ورکړ چې د هغوی د طلاق پروسه ځکه اوږده شوه چې پر مالي مسایلو او جایدادونو جنجال وو.

خبریالې او د امریکا د پخواني جمهور رئیس جان اف کنډی وریرې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۱ کال کې د طلاق غوښتنه کړې وه.

له دې څو اوونۍ وروسته د "Terminator" فلم ستوري او د کلفورنیا پخواني والي اعتراف وکړ چې د خپل زوی له ساتونکي (پرستارې) میلډرید بینا سره یې جنسي اړیکه درلوده او په ۱۹۹۷ میلادي‌ کال کې یې له هغې څخه یو زوی هم شوی دی.

آرنولډ شوارتزنګر د ۲۰۰۳ تر ۲۰۱۱ کاله پورې د کلفورنیا والي وو. کله چې د هغه میرمن په ۲۰۱۱ کال کې جلا شوه، نوموړي په هغه وخت کې لاس انجلس ټایمز ته ویلي وو کله چې د کلفورنیا د والي له مقامه تر ګوښه وروسته یې خپلې میرمنې ته ویلي وو چې لس کاله مخکې یې له میرمن بینا سره اړیکه درلوده.

خو د ښاغلي شوارتزنګر پخوانۍ میرمنې شرایور د طلاق د غوښتلو پرمهال ویلي و چې "د هغوی اختلاف د حل وړ ندی."

دغو دوو مشهورو څیرو د لومړي ځل لپاره په ۱۹۷۷ کال کې ملاقات وکړ او بیا یې په ۱۹۸۶ کې واده وکړ او څلور اولادونه لري.