شاته

د تایوان د خپلواکۍ د احتمالي هڅو د پایلو په اړه د چین خبرداری

د چین یو مقام خبرداری ورکړی چې که تایوان د خپلواکۍ غوښتنې په لور حرکت وکړي، بیجینګ به "سختو تدابیرو" ته مخه کړي.

د چین په حکومت کې د تایوان د چارو د دفتر ویاند ما شیاوګوانګ، د چهارشنبې په ورځ ډسمبر ۲۹ (مرغومي ۸) په یو خبري کنفرانس کې وویل چې بیجینګ لیوالتیا درلودله چې چین سره په سوله ییزه توګه د تایوان د بیا یوځای کیدو لپاره هڅه وکړي.

دغه چینایي مقام د تایوان خپلواکي غوښتنه "سور خط" وبلله او ویې ویل په هغه صورت کې چې له دغه خط تیر شي چین به يې په وړاندې اقدام وکړي، خو روښانه یې نکړه چې څه ډول اقدام به وکړي.

چین ادعا کوي چې تایوان ددې هیواد د خاورې یوه برخه ده او په تیرو دوو کلونو کې یې ددغه ادعا په خاطر پوځي او دپلوماتیک فشار زیات کړی دی چې د تایپې او واشنګټن د غوسې سبب شوی دی.

ښاغلي ماشیاو وویل: "که په تایوان کې جلاغوښتونکي قوتونه د خپلواکۍ غوښتنې د تحریک په لټه کې وي، له زور څخه کار واخلي یا حتی له هر ډول سور خط څخه تیر شي، مونږ به سخت تدابیر په کار واچوو."

تایوان د چین او متحده ایالاتو ترمنځ د اړیکو د خرابیدو عمده عامل شوی دی. متحده ایالات سره له دې چې د تایوان سره رسمي دپلوماتیکې اړیکې نلري، د تایوان مهم نړیوال ملاتړی دی او دې هیواد ته وسلې هم برابروي.

چین تل تائید کړی چې تایوان د بیجینګ او واشنګټن په اړیکو کې تر ټولو حساسه موضوع ده.

چین په تیرو څو میاشتو کې په وار وار د تایوان د تنګي په سر هوایي پوځي تمرینونه ترسره کړي دي.

پداسې حال کې چې متحده ایالات یواځې چین په رسمیت پیژني د امریکا حکومت د هغه قانون په اساس چې د امریکا کانګرس تصویب کړی، مکلف دی چې تایوان ته لازم ملاتړ برابر کړي چې دغه هیواد د ځان دفاع وکړای شي.

د چین جمهوري حکومت په ۱۹۴۹ کال کې د چین د کورنۍ جګړې په ترڅ کې د کمونستانو په وړاندې د ماتې وروسته تایوان ته وتښتید او له هغه وخت راهیسې تر اوسه د چین د خلکو جمهوریت ددې هیواد په اصلي وچې واکمن دی.