شاته

رینا امیري د افغانو میرمنو په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې وټاکل شوه 

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د یو بیانیې په ترڅ کې رینا امیري د افغان ښځو او نجونو په چارو او بشري حقونو کې ددې وزارت د ځانګړې استازې په توګه معرفي کړه.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، د چهارشنبې په ورځ ډسمبر ۲۹ (مرغومي ۸) د یو بیان په خپرولو سره ویلي دي: "د ځانګړې استازې په توګه به هغه [امیري] ماته، حکومت او د متحده ایالاتو ملي امنیت ته د اساسي اهمیت وړ مسایلو: بشري حقونو او د ښځو، نجونو او نورو مختلفو ټولنو په اړوند چې د خطر سره مخامخ دي، کار وکړي."

ښاغلي بلینکن همداشان ویلي چې د یو "سوله ییز، باثباته او امن" افغانستان په هیله دی چې په کې ټول افغانان وکړای شي ژوند وکړي او د "سیاسي، اقتصادي او ټولینیز ټول شمول والي" د ویاړ شاهد اوسي.

د بهرنیو چارو وزیر بلینکن همداشان ستیفني فوستر "د افغانانو د بیا میشت کولو د هڅو د همغږۍ" د ټیم په ترکیب کې چې د بهرنیو چارو وزارت په چوکاټ کې جوړ شوی، د ښځو او نجونو په چارو کې د لوړپوړې سلاکارې په توګه ګمارلې ده.

رینا امیري په تیرو دوو لسیزو کې د متحده ایالاتو په حکومت، ملګرو ملتونو او د افغانستان اړوند په څیړنیزو ټولنو کې کار کړی دی. هغې د متحده ایالاتو د پخواني ولسمشر باراک اوباما په حکومت کې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي د سلاکارې په توګه هم کار کړی دی.

میرمن امیري یو وخت د نیویارک پوهنتون د نړیوالو چارو په مرکز کې لوړپوړې څیړونکې وه او د افغانستان او سیمې اړوند د سولې ازمیښتونو، امنیت او پرمختیا پروګرامونو مشري یې کوله.

میرمن امیري د بن د موافقې د لاس لیک پر وخت د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د سیاسي ټیم غړې هم وه.

رینا امیري په کوچنیتوب کې د خپلې کورنۍ سره متحده ایالاتو ته راغلې او خپلې لوړې زده کړې یې د حقوقو او دپلوماسۍ په څانګه کې د امریکا په تفتس پوهنتون کې کړي دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو په وزارت کې نوې ټاکنې پداسې حال کې کیږي چې د طالبانو ډلې په افغانستان کې له واکمن کیدو څخه څلورنیمې میاشتې وروسته هم د نړیوالې ټولنې د ټینګار سره سره

د ښځو، نجونو او اقلیتونو حقونو ته د درناوي په برخه کې موثر ګام ندی پورته کړی او پر ښځو باندې یې چاپیریال ورځ تر بلې تنګ کړی دی.