شاته

غني د "فساد او سازمان شوي جرم" د سږ کال شخصیت د کاندیدانو په لیست کې راغلی

د فساد او سازمان شوي جرم د راپور ورکوونې پروژې (OCCRP) د افغانستان د مخکني جمهور رئیس محمد اشرف غني نوم د ۲۰۲۱ کال د "فساد او سازمان شوي جرم" د شخصیت په لیست کې شامل کړی.

درو سولیوان چې د دې پروژې یو باني او د داورانو د هیت غړی دی پدې هکله ویلي، "غني یقیناً ددې جایزې مستحق دی. هغه د خپل پراخ فساد او بې کفایتۍ څخه خیر لیده. خپل ولس یې مرګ او بد مرغۍ ته پریښود تر څو خپله یې وکړی شي د عربي متحده اماراتو په شان اخلاقي ګنداب د پخوانيو مفسدو دولتي چاراکو سره ژوند وکړي".

محمد اشرف غني تر اوسه پدې هکله غبرګون ندی ښودلی.

ښاغلي غني د روان کال د اګست په ۱۵مه کابل ته د طالبانو د راتګ سره سم، افغانستان پریښود.داسې ادعا شته چې مخکني جمهور رئیس محد اشرف غني د کابل څخه د وتلو پر مهال "۱۴۹" ملیون ډالر د ځان سره وړي دي خو ښاغلي غني نه یوازې د خپلو کارونو بلکې د کورنۍ غړیو د شفافیت دفاع کړې او دا تورونه یې رد کړیدي.

مخکني جمهور رئیس همدارنګه ویلي چمتو دی چې یو خپلواک بنسټ د دې ادعا په هکله څیړنې وکړي.

د ښاغلي غني تر څنګ د ارګ د ملي امنیت د شورا مخکني سلاکار ډاکټر حمدالله محب هم دا تورونه رد کړل. هغه د امریکا غږ سره په ځانګړې مرکې کې وویل چې هغوي (غني) حتی دا فرصت نه درلود چې خپل شخصي لوازم د ځان سره واخلي.

د بیلاروس جمهور رئیس الکساندر لوکاشینکو، محمد اشرف غني، د سوریې جمهور رئیس بشارالاسد، د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان، د اتریش پخوانی صدراعظم سبستیان کورز په ترتیب سره د (OCCRPC) لخوا د ۲۰۲۱ کال د فساد او سازمان شوي جرم د شخصیت د نامزادانو په لیست کې اچول شوي.

خو جمهور رئیس لوکاشینکو د "اروپایي مستبد ظالم" په توګه د هغه څه په خاطر چې د فساداو سازمان شویو جرمونو د ترویج لپاره د شرایطو برابرولو لپاره یې کړیدي، د فساد او سازمان شویو جرمونو د پروژرې د راپور ورکونې د ۲۰۲۱ کال د شخصیت په توګه غوره شوی.

دې سازمان دا ندي ویلي چې د سږ کال په لیست کې ددې کسانو د شاملولو لپآره یې د کومو معیارونو او لارو چارو څخه ګټه اخیستې.

د فساد او سازمان شویو جرمونو د راپور ورکولو پروژې په ۲۰۱۴ کال کې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د فساد او سازمان شویو جرمونو په برخې کې د هغه کال شخصیت ټاکلی و.

د فساد او سازمان شوي جرم د راپور ورکوونې د پروژې مدیریه هیت شپږ غړي لري چې خبریالان او کارپوهان پکې شامل دي. دوي په نړۍ کې د فساد په هکله تحقیق کوي او راپورونه پرې برابروي. د دوي په ابتدائیي لیست کې د نړۍ د ۱۱۶۷ مشرانو نومونه د فساد او سازمان شوي جرم د کال د شخصیت لپآره غوره شوي و.

د عرب تحقیقاتي ژورنالیزم د بنسټ مشر روان دامین، د تحقیقاتي ژرونالیزم د نړیوال کانسرسیوم جګپوړي خبریال ول فیتزګیبون، د پولیتزر جګپوړی غړی بویونګ لیم، د متحده ایالاتو د جورج میسن د پوهنتون استاد لویس شیلي، د مطبوعاتو د پراختیا او د تحقیقاتي ژورنالیزم کارپوه درو سولیوان او پاول رادو د فساد او سازمان شوي جرم د راپور ورکوونې پروژې هغه غړي دي چې د سږکال د فساد او سازمان شوي جرم فهرست یې ترتیب کړی.