شاته

پوتین: د افغانستان او تاجیکستان په پوله امنیتي وضعیت د اندیښنې وړ دی 

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وایي د افغانستان او تاجیکستان په پوله امنیتي وضعیت د اندیښنې وړ دی؛ هغه خطر چې مسکو غواړي په تاجیکستان کې د خپلې پوځي اډې په تقویه کولو او دې هیواد ته د وسلو او تجهیزاتو په ورکولو سره یې راکم کړي.

د روسیې د تاس اژانس رپوټ ورکړی چې ښاغلي پوتین د دوشنبې په ورځ ډسمبر ۲۷ (مرغومي ۶) د تاجیکستان د ولسمشر امام علی رحمان، سره په کتنه کې وویل: "د افغانستان سره په پوله اوسنی امنیتي وضعیت د اندیښنې او خبرداري سبب شوی او زه پدې پوهیږم او په همدې خاطر او په منظمه توګه له تاسې سره په تماس کې یم."

ښاغلي پوتین زیاته کړه چې روسیه او تاجیکستان د امنیتي مسایلو په اړه د خپلو اړیکو د پراخولو په حال کې دي.

د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو او د طالبلنو له خوا د افغانستان د نیولو ورسته روسیه د مرکزي اسیا هیوادونو ته د اسلامي سخت دریځو د احتمالي ورتګ څخه اندیښمنه ده او د تاجیکستان په جنوب کې د دفاعي سپر د ایجادولو هڅه کوي.

ښاغلي پوتین د تاجیکستان ولسمشر ته په خطاب کې وویل: "زمونږ د موافقې په اساس د تاجیکستان وسله والو ځواکونو ته یو اندازه وسلې او تجهیزات ورکړل شوي دي، تر څو تاجیکستان وکړای شي د هر ډول ګواښ په وړاندې په اغیزمنه توګه مقابله وکړي چې له بهر څخه ستاسې د هیواد په وړاندې سرچینه اخلي."

په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته روسي پوځیانو د افغانستان سره په پوله د تاجیکستان، اوزبیکستان او قرغزستان د ځوامونو سره څو ځلې پوځي تمرینونه کړي دي.

روسیې په روانه میاشت کې اعلان وکړ چې په تاجیکستان کې خپله پوځي اډه په ۳۰نویو ټانکونو تقویه کوي.

تاجیکستان چې د افغانستان سره څه دپاسه ۱۳۵۷کیلومتره پوله لري په وار وار یې په افغانستان کې د ناامنیو او جګړو په وجه خپله اندیښنه څرګنده کړې ده.

امام علی رحمان د کلونو راهیسې د اسلامپالو او اسلام پلوه خوزښتونو په وړاندې سخت دریځ قوره کړی دی تر دې حده چې د هغه دغه چلند د بشري حقونو د ډلو د اندیښنې سبب شوی دی.

طالبانو ویلي چې هغوی د منځنۍ اسیا هیوادونو ته ګواښ نه پیښوي خو د افغانستان شمالي ګاونډیان په افغانستان کې د میشتو اسلامپالو د بریدونو څخه اندیښمن دي.