شاته

څېړونکي:د او ایي سي کانفرنس دلارې به طالبان سیاسي ګټې ترلاسه نکړی شي

دافغانستان په بشري وضعیت داسلامي هېوادونو د تنظیم (او. ايي. سي) د غړو هېوادونو دخارجه چارو وزیرانو اسلام اباد کې پیل شوې ده.

څېړونکي وایي د او ایي سي دا کانفرنس به ضرور دنړۍ اؤ په ځانګړي ډول دعرب هیوادونو پام افغانستان سره بشري مرستو ته راوګرځوي خو هغوئ بیا نه ګڼي چې ګنې داکانفرنس به دطالبانو دحکومت په رسمیت پېژندنې ته لاره هواره کړي.

د افغانستان د بشري وضعېت په اړه داکانفرنس سعودي رابللی دی او کوربه توب يې پاکستان کوي.

کانفرنس کې د امریکا، روس، چین او برتانيې د استازو په ګډون دنزدې 90 هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي ګډون کوي خو په افغانستان کې د طالبانو مخالفې ډلې (جبهه مقاومت ملي افغانستان ) ته دې کانفرنس کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

وتلی افغان خبریال سمیع یوسفزی چې د او ایي سي په دې کانفرنس کې برخه لري ، وي او ای ډیوه ته وایي دې کانفرنس کې پاکستان اؤ دطالبانو استازي کولی شي چې افغانستان کې کوم انساني ناورین دا مهال روان دی اؤ خلک د ولږي ښکار دي هغه په ښه ډول تشریح کړي.

هغه وایي دا هېلې شته چې دسعودي اؤ خلیجي هیوادونو په څېر مالداره هیوادونه ددې کانفرنس په ترڅ کې افغانستان سره بشري مرستې اعلان کړي خو نوموړی وایي فکر نه کوي چې او ایي سي یو داسې قوي پلیټ فارم دی چې هغه به دطالبانو په رسمیت پېژندنې ته لاره هواره کړي.

په افغانستان دطالبانو دحکومت دڅلورو میاشتو نه زیاته موده پوره شوې ده خو تر اوسه دپاکستان اؤ سعودي په ګډون دنړۍ یو هیواد هم دا حکومت په رسمیت نه دی منلی.

د دي نیوز ورځپاڼې خبریال اؤ دافغان چارو څېړونکی مشتاق یوسفزی چې دپېښور نه دغه کانفرنس ته ورغلی، ډیوه ته وایي دامهال دطالبانو پخپله یو غټ امتحان روان دی.

هغه وایي د یوې اوږدې جګړې اؤ دځېنو هیوادونو دهمکارۍ په نتیجه کې که هرڅو طالبان په افغانستان کې قدرت ته ورسیدل خو دهغوئ امتحان اوس دادی چې ځان به بدلوي اؤ خپلو تګلارو کې به بدلون راولي.

خبریال سیمع یوسفزی وایي طالبان چې څه کوي دهغې نه بریښي چې دوئ پخپله په نړۍ دخپل حکومت په رسمیت منلو کې دلچسپي یا خوښي نه لري.

دهغه په اند په داسې حال کې چې افغانستان د ولږې اؤ فقر سره مخ دی،اسلام اباد کې دافغانستان په اړه داو ایي سي دخارجه وزیرانو کانفرنس راجوړیدل یو ګټور ګام دی خو هغه وایي فکر نه کوي چې ددې اقدام نه به طالبانو ته څه سیاسي ګټه ورسیږي.

سمیع یوسفزی وایي ترڅو چې طالبان دافغانستان ټولو قامونو ته استازیتوب ورنکړي ،دښځو،لږکیو اؤ ځوانانو حقونه مراعات نه کړي اؤ نجونو ته دزده کړو اؤ کار اجازه ورنه کړي،نړیواله ټولنه به دوئ په رسمیت ونه مني .

"نړیواله ټولنه په دې پوهیږي چې دطالبانو په څېر ډلې که راځي اؤ حکومت نیسي اؤ بیا نړۍ ته وایي چې موږ په رسمیت وپیژنئ نو دا خو دنړیوالو اؤ ملګرو ملتونو داصولو په ضد عمل دی"

هغه وایي نړۍ هم په دې پوهه شوې ده چې طالبان یو ستر حقیقت دی خو داحقیقت به هغه وخت دمنلو وړ وي چې دوئ(طالبان) داسې کوټلي ګامونه واخلي چې هغه نړیوالې ټولنې لپاره دمنلو وړ وي.

هغه وایي طالبان اوس هم پخپل سخت دریځ ولاړ دي اؤ د دوئ دا سخت دریځي حتی دپاکستان،ایران،چین اؤ روسیې لپاره دمنلو نه ده چې دغو هیوادونو طالبانو سره په تیرو شلو کلونو کې یو ډول خواخوږي هم ښودلې ده.

دسمیع یوسفزي په وینا هغه فکر نه کوي چې دخپلو موجوده تګلارو اؤ سخت دریځ سره به نړیواله ټولنه دطالبانو حکومت په رسمیت وپیژني.

خبریال مشتاق یوسفزی ډیوه ته وایي هرکله چې طالبان پخپله دا وایي چې هغوئ دټولې نړۍ سره په ګډه کار کول اؤ افغانستان دپرمختیا په لوري بوتلل غواړي نو دې لپاره ورته لازمه ده چې خپل ځانونه اؤ خپلې تګلارې هم داسې جوړ کړي چې نړۍ پرې باور وکړي اؤ دا به طالبانو لپاره دیو امتحان نه کم نه وي.

هغه وایي دا چې نن داسلامي هیوادونو اؤ نړیوالو ادارو استازي اسلام اباد ته راټول شوي نو دوئ غواړي چې دطالبانو نه بلکې دهغو افغانانو سره مرسته وکړي چې د ولږې،ناروغیو اؤ مصیبتونو ښکار دي.

هغه وایي ځینې لوري داسې اندېښنې څرګندوي چې دنړۍ لخوا افغانستان سره کېدونکې بشري مرستې دطالبانو لاسونو ته لوئیږي خو په دې سختو شرايطو کې چې نړۍ افغانستان سره کومې بشري مرستې کوي هغه باید اړمنو افغانانو ته ورسیږي.

نوموړی زیاتوي په موجوده وضعیت کې دافغانستان په بابله د او ایي سي کانفرنس پاکستان کې راجوړیدل یوه ستره معنا لري اؤ دا ښایي چې ددې پشا ځېنې اسلامي اؤ ځینې غربي هیوادونه هم شته.

دمشتاق یوسفزي په وینا نړۍ دا محسوسوي چې دا مهال خبره دطالبانو نه بلکې دافغانستان ده اؤ‌ افغانستان کې یوازې طالبان نه بلکې ۴۰میلیونه افغانان ژوند کوي .

هغه وایي که په دې مهال دا۴۰ میلیونه افغانان یوازې پرېښودل شي نو کیدای شي افغانستان کې بیا د۹۰مې لسیزې په څېر وضعیت پیدا شي نو ځکه هغه دا ګڼي چې داسلامي هیوادونو ترڅنګ به غربي هیوادونه هم افغانستان سره بشري مرستو ته لاس ور اوږد کړي.

د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړی استازی ټامس ویسټ هم اسلام اباد ته تللی او پرون یې پر خپله ټویټر پاڼه د نننۍ غونډې جوړېدل یو مهم او پر وخت اقدام بللی وو. ښاغلي ټامس ویسټ لیکلي:

"په داسې حال کې چې موږ له نورو مسایلو سره سره د بشري حقونو، ترهګرۍ او تعلیم ته د رسایي په برخه کې له طالبانو سره خپلې روښانه ډیپلومېسۍ ته دوام ورکوو، افغان ولس به بیا هم زموږ د توجه مرکز وي".

د اګست له پینځلسمې راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، دا لومړی نړیوال کانفرنس دی چې په دې هېواد کې د ممکنه پېښېدونکي بشري ناورین د مخنیوي لپاره کېږي،