شاته

باجوړ:دامنیتي ځواکونو عملیاتو کې دټي ټي پي مهم کمانډر غفور وژل شوی

دپاکستان پوځ وایي دافغانستان سره په پوله پرته دخیبر پښتونخوا قبایلي ضلعه باجوړ کې یې دعملیاتو په مهال دپاکستاني طالبانو دتحریک مهم کمانډر غفور چې په جلیل مشهور ؤ، وژلی دی.

کمانډر غفور دټي ټي پي دمهم مشر مولوي فقیرمحمد نزدې ملګری ګڼل کیږي اؤ نړیوالې رسنۍ وایي چې په مولوي فقیرمحمد هم په دې وروستیو کې په افغانستان کې یو ډرون برید شوی خو هغه له دغه بریده روغ وتلی دی.

دپوځ دمطبوعاتي څانګې دبیان له مخې په باجوړ کې دا تازه عملیات داستخباراتي اطلاعاتو په اساس شوي چې په دغه مهال ترهګرو هم په امنیتي ځواکونو ډزې کړې دي.

پوځ منلې چې دترهګرو په ډزو کې یو امنیتي سرتیری هم ژوبل شوی دی.

پوځ وایي دې عملیاتو کې وژل شوی ترهګر کمانډر غفور دترهګرۍ په یو شمیر پېښو کې ککړ اؤ افغانستان کې دموجود مولوي فقیر محمد نزدې ملګری ؤ.

مولوي فقير محمد په قبايلي ضلع باجوړ کې د ټي ټي پي مشر ؤ د چا په اړه چې ويل کيږي، هغه په کال 2007 کې د بېت الله مسيد سره ټي ټي پي جوړ کړی او مرستيال مشر يې هم پاتې شوی دی.

دمولوي فقیرمحمد تعلق دباجوړ سره دی اؤ هغه داشرف غني په حکومت کې له نیول کیدو وروسته افغانستان کې دبګرام زندان ته اچول شوی ؤ خو داګست میاشت کې په کابل دطالبانو له ورختلو وروسته هغه طالبانو له زندانه خوشې کړی ؤ.

خبري شبکې ای ایف پي تیره ورځ ویلي وؤ مولوي فقیر محمد باندې په دې وروستیو کې دباجوړ سره لګیدلي دافغانستان په کونړ ولایت کې یو ډرون برید شوی چې پکې دټي ټي پي دوه غړي ژوبل شوي خو پخپله مولوي فقیرمحمد له دغه بریده روغ وتلی دی.

رپورټ کې دسرچينو له قوله ويل شوي چې ډرون بريد د کونړ په چوګام کلي کې شوی او يو کور پکې په نخښه شوی دی،

ويل شوي د ډرون هدف مولوي فقير محمد وو، خو دغه وخت هغه په کور کې نه وو خو دا نه دي ویل شوي چې دا بريد چا کړی دی؟

په پاکستاني طالب مشرانو دا بریدونه وروسته له هغې شوي چې ټي ټي پي روانه مياشت د پاکستان د حکومت سره د يوې مياشتې ډز بندي ختمه کړې او بيا يې د څو بريدونو زمه وارۍ هم منلي دي.

د ټي ټي پي د ډز بندۍ ختمولو د خبر وروسته د پاکستان د اطلاعاتو مرکزى وزير فواد چودرى ويلي وو، د تحريک طالبان پاکستان په اړه د رياست دریځ واضحه دی او هغه دا چې څوک د پاکستان آیين او قانون منونکي نه جوړیږي نو په ضد به یې ریاست د پخوا په شان جګړه کوي.