شاته

د ټکساز والي د مکسیکو سره په ګډې پولې دیوال جوړوي

د متحده ایالاتو د ټکساز ایالت جمهوري غوښتونکي والي ګریګ ایباټ په جمهور رئیس جو بایډن تور ولګاوه چې د غیرې قانوني کډوالو د راتګ د مخنیوي لپاره کافي اقدامات نکوي او په همدې خاطر ښاغلي ایباټ د مکسیکو سره په ګډې پولې د دیوال جوړول پیل کړي.

د ټکساز والي د دیوال د جوړولو په هکله په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د متحده ایالاتو او د دې ایالت د خومختارۍ او خوندیتوب لپاره دا دیوال رغول کیږي.

ګریګ ایباټ زیاته کړه چې د "دیوال د جوړیدو یوازینی دلیل دا دی چې د جمهور رئیس بایډن حکومت پخپلې دندې کې پاتې راغلی".

د ټکساز والي چې پلان لري ځان د جمهوري ریاست انتخاباتو ته هم کاندید کړي، په سرحد کې د جمهور رئیس بایډن د پالیسو "ناوړه عواقب" وغندل او زیاته یې کړه، " کوم دیوال چې تاسو یې وینئ هماغه دیوال ته ورته دی چې جمهور رئیس ټرمپ جوړاوه. د عینو موادو او عینو نظریې نه پکې کار اخیستل شوی".

د ټکساز د والي اشاره هغه دیوال ته و چې د امریکا مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ پلان درلود د مکسیکو او امریکا په جنوبي سرحد کې د غیرې قانوني کډوالو د راتګ د مخنیوي لپاره یې جوړ کاندي.

ښاغلي ټرمپ غوښتل پدې ګډې پولې کې چې ۷۲۷ کیلو مټره اوږده ده، لوړ دیوال جوړ کړي چې کارونه د هغه په څلور کلنې دورې کې تر ډیره پر مخ ولاړل خو کله چې د همدې کال د جنوري په میاشت کې جو بایډن انتخابات وګټل، د دیوال په جوړیدو هم کار بند شو.