شاته

د بغداد په زرغونې سیمې ۲ توغندي لګیدلي

د عراق امنیتي ځواکونه وایي دوه توغندي نن یکشنبه سهار وختي د پایتخت بغداد په زرغونې سیمې کې چې د متحده ایالاتو سفارت هم پکې دی، لګیدلي دي.
د امنیتي ځواکونو په اعلامیې کې ویل شوي چې د کتیوشا دوه توغندي په زرغونې سیمې وار شوي چې یو یې شنډ شوی او بل یې په یوې څلور لارې کې لګیدلی او دوه موټر یې تبا کړیدي.

په اعلامی کې د توغندیو د ځاني مرګ ژوبلې په هکله څه ندي ویل شوي.

یوې امنیتي سرچینې د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې شنډ شوی راکټ د متحده ایالاتو سفارت سره نږدې لویدلی او دویم یې د سفارت د ودانۍ څخه تقریقاً ۵ سوه مټره لیرې پریوتی.
تر اوسه هیڅ کومې ډلې ددې توغندیو د وارولو ادعا نده کړې خو پدې تیرو څو میاشتو کې په عراق کې په امریکایي ګټو او عسکرو د توغندیو او بې پیلوټه یا ډرون الوتکو لس ګونه بریدونه شوي.
ډیری وخت هیڅ ډلې ددې بریدونو د کولو ادعا نکوي خو ملامتي یې په عراق کې په ایراني پلوه شعیه ملیشو اچول کیږي.

دا بریدونه پداسې وخت کې زور اخلي چې عراق د همدې اوونۍ په سر کېپخپلې خاورې کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې په خلاف د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو د محاربوي ماموریت د پای ته رسیدو اعلان وکړ.

خو شاوخوا ۲۵۰۰ امریکایي او ۱۰۰۰ ائتلافي سرتیري په عراق کې پاتې وي چې ددې هیواد امنیتي ځواکونه وروزي، سلا مشورې ورکړي او همکاري ورسره وکړي.

خو په عراق کې ایراني پلوه شعیه ملیشې د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي.

متحده ایالاتو د ۲۰۱۱ کال د ډسمبر د میاشتې په ۱۸مه خپل ټول سرتیري د عراق نه وویستل چې په ۲۰۰۳ کال کې وروسته په عراق کې د صدام حسین د واکمنۍ تر ړنګولو وروسته هلته ځای پر ځای شوي و.

خو واشنګټن په عراق او سوریه کې د داعش ډلې لخوا د ګڼ شمیر سیمو تر نیول کیدو وروسته یو ځل بیا دې هیواد ته سرتیري واستول.