شاته

پاکستان کې کلیزه ګراني د19 فیصدي نه په بره تللې ده

د پاکستان د شمیرنې اداره وایي تیره اوونۍ په دغه هیواد کې د خوراکې توکو بیعې 0.55 % نورې لوړې شوي او کلیزه ګراني د 19فیصدي نه زیاته شوې ده.

دپاکستان عام وګړي اؤ تنخاداره طبقه وایي د ګرانۍ په حساب تنخا نه زیاتیږي چې له امله یې هره میاشت د هغوئ بجټ اغېزمن کیږي .

کارپوهان وایي په پرله پسې ډول د روپۍ د ارزښت کمیدو او د درامداتو او برآمداتو تر منځ دمخ په زیاتيدونکي توپیر له امله په ګرانۍ قابو راوستل ګران شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې مرکزي حکومت پلان لري چې د جنورۍ د میاشتې نه خلکو ته په رعایتي نرخونو خوراکي شیان ترلاسه شي.

اول خان په یوه غیر دولتي اداره کې کار کوي ،وايي ډیره تنخا اخلی خو دګرانۍ له امله یې هره میاشت د کور بجټ متاثره کیږي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل په ګرانۍ کی اوونیزه اضافه کیږي خو بیا تنخاګاني په هغه حساب نه سیوا کیږي.

نوموړی زیاتوي دخوراکي شیانو ترڅنګ د کور د اړتیاؤ دنورو شیانو بیعې هم لوړې شوي دي ځکه نو هغه به وړاندې دخپلې تنخا دپیسو څخه یو څه بچت کولې خو اوس یې تنخا میاشتې ته نه رسي.

د شمیرنې اداره وایي په مجموعي توګه 51شیانو کې د 17 شیانو بیعې لوړې شوي ،د 15شیانو بیعې راکمې شوي او د19شیانو په بیعو کې څه بدلون نه دی راغلی.

د اقتصاد ماهر لحاظ علی وایي د روپۍ قدر کمیږي او د درامداتو او برامداتو تر منځه فرق سیوا دی،د مرکزي بینک لخوا هم راروان کال د ګرانۍ شرحه 11فیصده تړل شوې ده او په راتلونکي وخت کې به په دې کې نوره اضافه هم وشي او عام وګړي به اغېزمن شي

تیره ورځ د پاکستان مرکزي اقتصادي رابطه کمیټۍ د احساس راشن پروګرام دپاره د106اربو روپو بیلولو منظوری ورکړې او ویلي یې دي چې دې سره به دوه کروړه کورنیو ته په 30 فیصدي رعایتي نرخونو اوړه،دالونه او. غوړي ترلاسه شي.

ددې ترڅنګ دپاکستان وزیر اعظم عمران خان په دې وروستیو کې په ګرانۍ دقابو موندلو دپاره 120اربه روپۍ منظورې کړې وې اؤ مرکزی حکومت وايي چې د راروان کال جنورۍ د وړومبي نیټې نه به احساس راشن پروګرام د جون د 30 نیټې پورې دوامداره وي خو سندهـ او بلوچستان صوبې په دې کې برخه نه اخلي