شاته

جیک سولیوان: امریکا د روسیې سره مذاکرې ته تیاره ده

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار وایي متحده ایالات تیار دي چې د روسیې د امنیتي غوښتنو په اړه د مسکو سره خبرې وکړي، خو امریکا به هم خپلې اندیښنې وړاندې کړي.

جیک سولیوان زیاته کړه چې د متحده ایالاتو او د ناټو متحدینو دریځ څرګند دی او ټول له روسیې سره مذاکرې ته تیار دي.

هغه وویل: "روسیې اوس د امریکا او ناټو د فعالیتونو په اړوند خپلې اندیښنې په میز ایښي دي. مونږ به هم د روسیې د فعالیتونو په هکله خپلې اندیښنې چې زمونږ په باور زمونږ ارزښتونو او علایقو ته زیان رسوي پر میز کیږدو."

دا پداسې حال کې دي چې روسیې تیره ورځ ناټو او متحده ایالاتو ته خپل امنیتي وړاندیز په ډاګه کړ او پداسې حال کې یې د واشنګټن سره د سمدستي مذاکراتو غوښتنه یې وکړه چې د مسکو او غربي هیوادونو ترمنځ کړکیچ زور اخیستی دی.

پدغو وړاندیزونو کې روسیه وایي ددې هیواد د امنیت لپاره خورا مهم دي چې ناټو بل کوم هیواد ته د غړیتوب اجازه ورنکړي او امریکا باید موافقه وکړي چې د پخواني شوروي اتحاد په هیوادونو کې هیڅ ډول نوې اډه جوړه نشي.

ددغو وړاندیزونو په غبرګون کې د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي وویل چې امریکا به پدې هکله د اروپایي متحدینو سره مشوره وکړي او بیا به واشنګټن له مسکو سره د مذاکرې په هکله تصمیم ونیسي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې وویل چې ټول هیوادونه حق لري چې د خپلې راتلونکې او خپل بهرني سیاست په اړه د بهرنۍ مداخلې پرته تصمیم ونیسي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار وویل د امریکا د حکومت وروستۍ ارزونې ښیي چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین، پر اوکراین باندې د برید په اړه تصمیم ندی نیولی.

خو بیا هم هغه زیاته کړه چې پر اوکراین باندې د روسیې د احتمالي برید په اړه د استخباراتي ادارو تحلیلونه "تائید شوي" دي.

لویدیځ هیوادونه تور لګوي چې روسیه پر اوکراین باندې د برید لپاره تیاری نیسي او په همدې خاطر یې خپل شاوخوا ۱۰۰زره ځواکونه د دې هیواد سره په پوله ځای پر ځای کړي دي.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین، ددغو تورونو په ردولو سره ناتو د کړکیچ په زیاتولو تورنه کړې ده او په ختیځه اروپا کې ددې تړون د نه پراخیدو د حقوقي ضمانت لټه یې کړې ده.