د داعش په برید کې ۱۳ کردان ووژل شول
د داعش وسله والو د عراق په شمال کې د کردانو په دوه کلیو باندې په یوې لوی برید کې د لس پیشمرګه جنګیالیو په ګډون په لسګونو کردان ووژل.
بیان مالا عثمان اودرې زامن یې د عراق په شمال کې د کردانو په یوه کوچني او منزوي، کلي کې په خپل کور کې وو چې د سپیو غپا یې واورېدله. زامنو یې وسلې راواخیستې چې معلومه کړي څه خبره ده.
هغه وايي لږ شیبه وروسته یې د ډزو غږونه واورېدل، د هغې زامنو هڅه کوله چې له کلي دفاع وکړي خو د داعش وسله والو شمیر زیات و او د هغې درې واړه زامن په جنګ کې ووژل شول.
هغې چې له سترګو یې اوښکې بهېدې وویل:" مونږ هیچاته ته زیان نه دی رسولی زما زامنو په چا برید نه وو کړی، داعشیان زمونږ سیمې ته راغلي و، زامنو مې له خپل ځان څخه دفاع کوله او تر وروستۍ مرمۍ یې جنګ وکړ."
د پنجشنبې د ورځې ډسمبر ۲ (لیندۍ ۱۱) په ماښام د کردانو په دوه کلیو باندې د داعش د وسله والو په برید کې د لس پیشمرګه جنګیالو په ګډون ۱۳ کردان ووژل شول.
دغه برید په عراق او سوریې کې د داعش د خلافت له سقوط وروسته په څو میاشتو کې د دغې ډلې تر ټولو لوی برید ګڼل کیږي.
دغه کلي د عراقي کردستان له پایتخت اربیل څخه شاوخوا ۵۰ کیلومتره شمال خواته واقع دي.
د عراقي کردستان ولسمشرنچیروان بارزاني د جمعې په ورځ ډسمبر ۳ (لیندۍ ۱۲) د یوې بیانیې په خپرولو سره د خپل حکومت او بغداد ترمنځ د زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.
هغه وویل:" ټول عراقي سیاسي اړخونه باید پوه شي، ترهغه وخته چې مونږ سیاسي یووالی رامنځته نه کړو او په هیواد کې سیاسي ثبات رامنځته نشي، ترهګرې ډلې به له وضعیت څخه د خپلې ګټې لپاره کار اخلي."
د عراق صدراعظم مصطفی الکاظمي دغه برید وغانده او زیاته یې کړه چې داعش اوس هم د عراق لپاره یو لوی ګواښ دی.
د داعش ډلې په ۲۰۱۴ کال د سوریې او عراق د ډیرو برخو په نیولو سره خپل خلافت اعلان کړ، خوپه دغو هیوادونو کې د دغې ډلې ترکنټرول لاندې سیمې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو د بریدونو په نتیجه کې تصفیه شوې.
د عراق حکومت په ۲۰۱۷ کال کې په دغه هیواد کې د داعش د بشپړې ماتې خبر ورکړ، خو له هغه وخت راهیسې د داعش کوچنۍ ډلې د عراق په امنیتي ځواکونو، شیعه ګانو او کردانو باندې کله ناکله مرګوني بریدونه کوي.