شاته

ملګري ملتونه: میلونونه افغانان د لوږې د بحران سره مخ دي

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ خبرداری ورکړی چې د ژمي د موسم په رارسیدو سره په افغانستان کې میلیونونه کسان د لوږې د بحران سره مخ دي.

دغې ادارې ویلي چې په افغانستان کې جګړو او ناامنیو شاوخوا ۳.۵ میلیونه افغانان مجبور کړي چې خپلې مېنې پریږدي او نورو سیمو ته کډه شي او د ژمي لپاره هم چمتوالی نلري.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ ویاند بابر بلوچ وایي چې بې ځایه شوې کورنۍ د سرپناوو، تودو جامو او د ژمي په موسم کې د ځان د تود ساتلو لپاره د سون مواد نلري. ښاغلي بلوچ همدرانګه ویلي چې دا کسان په کافي اندازه خواړه او دارو درملو ته هم لاسرسی نلري.

هغه زیاته کړه، " په افغانستان کې بشري ناورین ورځ شدت پیدا کوي. پدې هیواد کې لوږه په بې سارې توګه ډیره شوې. تقریباً ۲۳ میلیون کسان چې ددې هیواد ۵۵ په سلو کې وګړي کیږي، د لوږې سره مخ دي او د دې ډلې څخه ۹ میلیون یې د قحطۍ د خطر سره مخ دي".

ښاغلی بلوچ چې تازه د افغانستان نه ستون شوی خبریالانو ته وویل چې د خلکو تر منځ یې لوږه او ناهیلیتوب لیدلی.

د ملګرو ملتونو دې ویاند وویل چې داسې کورنۍ یې په افغانستان کې لیدلي چې د خپلو ماشومانو لپاره یې خواړه او سرپناه نه درلوده.

هغه همدرانګه وویل چې په ماشومانو کې د سویې تغذیې کچه هم لوړه شوې او ډیری ماشومان په روغتونو کې بستر شوي. بلوڅ وایي چې تقریباً ۳ میلیونه ماشومان سویې تغذیه شوې او دا یې د اندیښنې وړ موضوع وبلله.

بابر بلوچ خبرداری ورکړ چې د دغو ماشومانو څخه یو میلیون یې د مرګ د خطر سره مخ دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ په روان کال کې په افغانستان کې د څه باندې ۷ زرو بې ځایه شویو کسانو سره مرستې کړي او په اوس وخت کې هره اوونۍ د هرو ۶۰ زرو کسانو سره مرستې کوي.

دغې ادارې همدارنګه ویلي چې د ژمي په موسم کې لا ډیرو مرستو ته اړتیا لري. ښاغلي بابر بلوچ وویل چې ملګري ملتونه د بشري عملیاتو د دوام لپاره تقریباً ۳۷۵ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.