شاته

د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس: ایران د ۲۰ سلنه یورانیمو غني کیدل پیل کړي

د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس د چهار شنبې په ورځ ډسمبر ۱ ( لیدنۍ ۱۰) د یوه راپور په خپرولو سره اعلان کړی چې ایران په ویانا کې له نړۍ سره د ۲۰۱۵ کال د اټومي قرار داد د احیا کیدو په اړه د خبرو سره په یو وخت، د فردو په تاسیساتو کې د پرمختللو سنټرفیوژونو په مرسته د شل سلنه یورانیمو غني کیدل پیل کړي.

یادې ادارې یوه میاشت مخکې اعلان کړی وو چې ایران د آی ار -۶ پرمختللي سنټروفیوژونه نصب کړي خو د یورانیمو د غني کیدو په هدف یې له هغوی څخه استفاده پیل کړې نده.

د فردو په اټومي تاسیساتو د شل سلنه یورانیمو د غني کیدو خبر په داسې حال کې ورکړل شو چې له دریو ورځو راهیسې د اتریش په پلازمینه ویانا کې له نړۍ سره د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټومي قرار داد د احیا کیدو په اړه خبري پیل شوي دي.

امریکایي چارواکو ویلي د ایران اټومي پرمختګونه په داسې یو شکل دي چې د دوام په صورت کې، ممکن اټومي قرار داد ته د هغه هیواد ستنیدل ستونزمن کړي، ځکه یاد قرار داد د تهران اټومي فعالیتونه محدود کول.

د ایران د اټومي قرار داد له مخې چې په ۲۰۱۵ کال کې لاسلیک شو، پر تهران د غرب یو شمیر بندیزونه لغوه شول او ایران هم ددې کار په بدل کې ژمنه وکړه چې د یورانیمو غني کیدل به چې د اټومي وسلو د جوړیدو لپاره کارول کیږي، محدود کړي.

خو دا هوکړه وروسته له هغه وپاشیدل چې د امریکا پخوانی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې په یو اړخیز ډول ورڅخه ووت او پر ایران یې بیرته سخت اقتصادي بندیزونه ولګول.

له دې یو کال وروسته ، ایران د غچ اخیستونکو اقداماتو په توګه او د توافقنامې د مواردو خلاف خپل اټومي فعالیتونه زیات کړل.

ایران ټینګار کوي، امریکا دې تضمین وکړي چې نور د ۲۰۱۵ کال له اټومي قرار داد څخه نه وځي ، خو امریکایي چارواکو ویلي نشي کولی دا ډول تضمین وکړي.