شاته

انتوني فوچي: امریکا کې د کرونا د نوې بڼې "اومیکرون" لومړنۍ پیښه ثبت شوه

سپینې ماڼۍ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د متحده ایالاتو په کالیفورنیا ایالت کې یو تن د اومیکرون په نوم د کروناویروس په نوې بڼه ویروس اخته شوی دی.

د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن حکومت د تیرې میاشتې په پای کې د جنوبي افریقا او څو نورو افریقایي هیوادونو څخه امریکا ته په سفر کولو محدودیتونه ولګول. د کروناویروس دغه بڼه په دې وروستیو اونیو کې په جنوبي افریقاکې وموندلشوه چې دا مهالپه بیسارې چټکتیا سره د خپرېدو په حال کې ده.

د بریتاینا او جرمني په ګډون په څو نورو هیوادونو کې هم د کروناویروس د دغه نوي ډول پيښې لیدل شوې دي.

د سپینې ماڼۍ د روغتیایي چارو سلاکار ډاکټر انتوني فوچي په سپینه ماڼۍ کې په خبري کنفرانس کې وویل چې: «دا په متحده ایالاتو کې د کروناویروس لومړنۍ پیښه ده چې د اومیکرون د خوزنده ویروس په وجه رامنځته شوې ده.»

ښاغلي فوچي زیاته کړه چې دغه شخص یو مسافر و چې د نومبر په ۲۲د جنوبي افریقا څخه بیرته راستون شوی او د نومبر په ۲۹یې د کروناویروس ازموینه مثبته وه.

ښاغلي فوچي وایي دغه شخص واکسین ترلاسه کړی و خو تقویتي ډوز یې نه و پیچکاري کړی او د ناروغۍ علامې یې «ملایمې» وې.

د روغتیا نړیوال سازمان د جمعې په ورځ نومبر۲۶ ( لیندۍ ۵) په یوې بیانیې کې ویلي چې د ویروس د دغې بڼې د زیاتې خپرېدا په هکله اندېښنه شته خو د هیوادونو له خوا په سفرونو باندې د محدودیتونو د وضع کولو په هکله یې په داسې حال کې د احتیاط سپارښتنه کړې، چې د امریکا متحده ایالاتو او ګڼ شمیر اروپايي هیوادونو، له جنوبي افریقا څخه په سفر کولو باندې دغه دول محدودیتونه لګولي دي.

د جنوبي افریقا حکومت په سفر کولو باندې لګول شوي محدودیتونه " له عجلې ډک" اقدامات بللي او په سوداګرۍ باندې یې د ناوړه اغېزو په هکله اندېښنه ښودلې ده.