شاته

که د رزق وعده الله کړې نو طالبان ولې نړۍ نه مرستې غواړي؟ دحسن اخند په وینا دڅېړونکو غبرګون

څيړونکي وايي په افغانستان کې د طالبانو د وزيراعظم لخوا دافغانستان دخاورې د نورو هېوادونو په ضد دنه کارول کیدو خبره نړۍ ته لا هم منلو وړ نه ده او نه نړيوال د دوئ حکومت ټول شموله ګڼي.

دڅېړونکو په وینا افغانستان کې اقتصادي بدحالي او د ولږې زياتوالی د طالبانو د حکومت د کمزورو پاليسو زیږنده دي او که نړيوالو سره اړيکې ښه کړي او خپلې تګ لارې بدلې کړي نو کولی شي اقتصاد يې ښه شي او ولږه هم کمه شي.

د طالبانو د حکومت وزیراعظم مولوي محمد حسن اخوند د خپلې واکمنۍ په شاوخوا درې میاشتنۍ موده کې تیره ورځ په لومړي ځل ولس ته وینا کړې او ویلي یې دي حکومت به یې د ګاونډیانو په ګډون د نړۍ په هیڅ هېواد کې لاسوهنه ونه کړي.

خو په افغان چارو پوهه لرونکی خبريال طاهر خان وایي د افغانستان ګاونډي او نړيوال هېوادونه اوس هم ويره لري چې داعش، القاعده او نور وسله وال چې افغانستان کې شتون لري د ګاونډي هېوادونو او د نړۍ امن ته خطر جوړيدی شي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې طاهر خان وویل ملا محمد حسن اخوند خپله وینا کې د افغانستان د روان بشري او اقتصادي بحران، نړیوالې ټولنې سره د اړیکو او د خپل حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه څه ونه ویل او نه یې دا وویل چې حکومت یې څه اقتصادي پالیسۍ او خلکو ته د کار او روزګار په اړه څه پلانونه لري؟

دهغه په وینا دطالبانو مشر وویل "طالبانو خلکو سره د رزق وعده نه ده کړې خو د خبرو په اخر کې یې ويلي چې له ټولو نړيوالو مرستندويه ادارو هيله لري چې خپلې بشري مرستې ونه دروي"

د پېښور پوهنتون دسیمه ییزو مطالعاتو دمرکز پخوانی مشر ډاکټر سرفراز وایي په افغانستان کې چې کومې اقتصادي مسلې دي دا د طالبانو دحکومت د ناکامیو له امله دي۔

"يو خوا ملا محمد حسن ويلي چې طالبانو د خلکو سره د رزق وعده نه ده کړې بلکې پروردګار عالم د خپل مخلوق سره د رزق وعده کړې ده او بلخوا يې د نړۍ نه د مرستو جاري ساتلو هيله هم څرګنده کړې ده"

مولوي محمد حسن اخوند په افغانستان کې د ټول شموله حکومت په اړه ويلي چې د دوئ حکومت کې د هر قوم او قشر خلک ځان ليدلی شي چې وړاندې داسې نه وه .

خو څيړونکی او خبريال طاهر خان وایي طالبان د هر څيز د پاره خپلې معني ګورې چې نړۍ يې ورسره نه مني او دغه حال د دوئ د ټول شموله حکومت هم دی چې ټول پکې طالبان دي او نړۍ ورته ټول شموله نه وایي .

هم دغسې ډاکټر سرفراز خان وويل چې ټول شموله حکومت به هله نړۍ ته دمنلو وړ وي چې په جمهورې انداز پرته له څه ويري ټاکنې وشي او د عام ولس نه خپل استازي منتخب کړي۔

مولوي محمد حسن اخوند د کندهار اوسېدونکی دی او د طالبانو د تحریک له جوړونکو څخه دی چې د طالبانو په تېر حکومت کې هم د کندهار والي، د بهرنیو چارو وزیر او پر نورو حکومتي چوکیو پاتې شوی دی او ویل کېږي چې په تېرو شلو کلونو کې د طالبانو د کوټې شورا په مشرانو کې ؤ.