شاته

لاهور کې د جرنلسټ احمد نوراني د جرنلسټې ښځې په ګاډي حمله شوې

د پنجاب صوبې په سر ښار لاهور کې د جرنلسټ احمد نوراني، جرنلسټې عنبرين فاطمه ويلي چې هغه د خپلو بچو سره په ګاډي کې وه، نامالومه تن يې په ګاډي ګوزارونه کړي دي. احمد نوراني په وروستيو کې د پاکستان د پخواني چيف جسټس ثاقب نثار يو اډيو کلپ يا غږ خپور کړی وو.

د لاهور پوليسو د احمد نوراني د ښځې په ګاډي د بريد مقدمه درج کړې ده.

د وي او اې اردو څانګې د رپورټ ترمخه په درج کړی شوي مقدمه کې ويل شوي، چې هغه عنبرين فاطمه په خپل ګاډي کې د ماشومانو سره د کوره وتلې او چې کله کوڅې ته رسېدلې، نو څنګ ته د تنګې کوڅې نه څوک نامالومه تن راغلی او په هغې يې د بريد په نيت د ګاډي په مخکنۍ شيشه ګوزارونه کړي دي.

هغې ويلي، دغه مالومه تن هغې ته د وژلو دهړکه ورکړې او تښتېدلی دی.

ويل شوي عنبرين فاطمه چې د نوای وقت ورځپاڼې سره کار کوي ويلي يې دي د هغې د چا سره هيڅ بدي نشته، په هغې حمله شوې د نامالومه تن پرضد دې قانوني چلند وشي او هغې ته دې تحفظ ورکړی شي.

جرنلسټې عاصمه شيرازي په ټویټر ويلی، د احمد نوراني په ښځه او جرنلسټې عنبرين فاطمه باندې په لاهور کې د بريد خبرونه دي، په دغو ظالمانه خنډانو نه خو صحافيان د رښتيا ليکلو څخه ودرول کېدی شي او نه ټيټول کېدی شي.

دغه ټویټ ته په ځواب کې د پنجاب پوليسو ويلي، د لاهور د تانه غازي اباد په حدودو کې تيره شپه دغه پېښه شوې چې پکې د محترمې ښځې په ګاډي نامالومه تن په کلک څيز ګوزار کړی چې له امله يې د ګاډي مخکۍ شيشه ماته شوې ده. پولیس ته په مرستندویه اطلاعي 15 نمبر کومه اطلاع نه ده شوې او کله چې مېرمن ګاډی د ښځو تاڼې ته راوستی نو سمدست پرې بيا کارروايي شوې ده.

پوليسو ويلي، د نامالومه تن پرضد مقدمه درج شوې ده، د اړونده پوليس چارواکي (اېس پي) په مشرۍ ټيمونه د کېمرو په مرسته د ملزم په پېژندګلو او نيولو کار کوي.

د عنبرين په ګاډي بريد جرنلسټانو او سياستوالو غندلی دی.

په کال 2017 کې په احمد نوراني هم په اسلام اباد کې بريد شوی او تشدد پرې شوی وو. نوراني وروسته ویلي هغه ګواښونه هم شوي وو.

د پاکستان د بشري حقونو سازمان اېچ ار سي پي، د وکيلانو سازمان پاکستان بار کونسل او د خبريالانو تنظيم پي اېف يو جی په يو ګډ بيان کې خبريال احمد نوراني ته د مرګ د دهړکو او د هغه په ضد د روان کمپاين په سختو ټکو کې غندنه کړې وه.