شاته

دممبۍ بریدونه:هند په پاکستان غږ کړی چې دحافظ سعید اؤ دهغه دملګرو په ضد مقدمه چټک کړي

د ممبۍ دترهګریزو بریدونو د ديارلسو کالو سر ته د رسیدو په موقعه دهند وزير اعظم نريندرا مودي ويلي هند ددغه حملو زخمونه هيرولى نه شي.

د هند خارجه وزارت هم په دې موقعه په پاکستان غږ کړی چې د ترهګرى په ضد د دوه مخیزې تګلارې نه لاس واخلي او دممبۍ حملو کې دککړ حافظ سعيد او نورو ملزمانو په ضد مقدمه ګړندۍ کړي.

د پاکستان حکومت دممبۍ دترهګریزو بریدونو دقضیې مخ په وړاندې بوتللو کې دځنډ پړه په هند اچوي اؤ وایي هند دمقدمې اړوند مهم شواهد نه شريکوي چې له امله یې دا قضيه لا تر دې دمه نه ده فيصله شوې.

قانون پوهان وايي د پاکستان ذمه واري ده چى دغه حملو کى وژلى شوو تنانو کورنيو ته انصاف ورکړي او دوي مطمينه کړي

ديارلس کاله وړاندې په نن ورځ د هند صنعتي مرکز ممبي ښار کې شوؤ ترهګریزو حملو کې ١٦٦ تنان وژل شوي او په سلګونو ژوبل شوي وؤ.

هند ددغه بريدونو منصوبه ساز دپاکستان پنجاب صوبه کې دمرکز لرونکې په نړيواله کچه ترهګرې ګرځول شوې لاقانونه ډلې لشکر طيبه مشر حافظ سعيد او دهغه نزدې ملګرى ذکي الرحمن ګرځوي.

که څه هم په دې وروستیو کې د پنجاب بيلا بيلو عدالتونو ترهګرو ډلو سره دمالي مرستو په تور حافظ سعيد او دهغه نورو ملګرو ته سزاګانې اورولي خو دممبۍ حملې قضیه لا تر دې دمه نه ده فيصله شوې.

قانون پوهه او دسپريم کورټ بار پخوانى صدر قاضي انور وايي دپاکستان درياست او عدليې فرض دي چې دممبۍ ترهګریزو بریدونو کې اغيزمن شوؤ کورنيو ته انصاف ورکړي او دوئ مطمینه کړي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې قاضي انور وويل د نړيوال قانون لاندې خو دپاکستان دا ذمه واري هم جوړپږي چې اسلام اباد کې د هند سفارتي عملې ته عدالتي کاروايۍ کې دګډون اجازت ورکړي.

دهندي حکومت ترمخه دممبۍ برید دپاره لس ترهګر دکراچۍ څخه دسمندر د لارې کشتۍ کى ممبۍ ته ورغلي وؤ او بيا دوئ په ټولګیو کۍ د ممبۍ لویو کاروباري مرکزونو اؤ ولسي ځايونو کې حملې کړې وې.

کال ٢٠٠٨م کې د هغې وخت د پاکستان دقامي سلامتيا سلاکار محمود علي دراني پخلى کړى ؤ چې دغه حملو کې ژوندى نيول شوى يوازینی ترهګر اجمل قصاب پاکستانى وګـړى دى.

د هند دخارجه دفتر بيان کې د پخواني وزير اعظم نواز شريف د هغى بيان ذکر هم شوی دى چې ګنې دممبۍ بريدونو لپاره د پاکستان خاوره کارول شوې وه.

څيړونکى امتياز عالم وايي دغه بريدونو د پاکستان او هند ترمنځ امن مذاکراتو ته دومره لویې زيان ورسولو چې لا تر دې وخته دوه اړخيزه اړيکې ځائ ته نه نه دي راغلي.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې امتياز عالم وويل د دواړو روايتي حريفانو ترمنځ د مجرمانو د تبادلې تړون نيشته او اوس حالات دې ته راغلي چى پاکستان او هندوستان خپل خپل سفيران هم بيرته راغوښتي دي نو څنګه ممکنه ده چې دوئ دممبي حملو ملزمانو ته سزا ورکولو لپاره د يوبل سره مرستى وکړي.

د ممبۍ ترهګریزو بریدونو کې دلاس لرنې په تور دحافظ سعيد اؤ ذکي الرحمن لکهوي په ګډون ٦ ملزمانو باندې اسلام اباد کې دترهګرۍ ضد ځانګړي عدالت کې مقدمه روانه ده او عدالت په کال ٢٠١٥م کې ذکي الرحمن لکهوي په ضمانت خوشى کړی دى.

بل اړخ ته د پاکستان حکومت دقضیې مخ په وړاندې بوتللو کې دځنډ پړه په هند اچوي اؤ دپاکستان دخارجه دفتر ترمخه هند د مقدمې اړوند مهم شواهد نه شريکوي چې له امله یې دا قضيه لا تر دې دمه نه ده فيصله شوې