شاته

افغانستان کې به ښځې کرکټ جاري ساتي

په افغانستان کې د طالبانو په واکمنۍ کې لوړ پوړو چارواکو باور ورکړی، چې په دغه هېواد کې به ښځې وکړی شي چې کرکټ جاري وساتي.

د وي او اې د رپورټ ترمخه د افغانستان د کرکټ بورډ سرپرست مشر ميروېس اشرف ويلي، "زمونږ جينکۍ به په عادي توګه کرکټ کوي، او هڅه به کوو چې دوی ته ټولې اړينې اسانتياوې برابرې کړو".

د طالبانو په واک کې د راتلو سره د ويره څرګندېده چې طالبان به ښځو يا جينکو ته د کرکټ اجازه ور نه کړي.

کرکټ بورډ د زيارت/ پنجشنبې په ورځ ویلي، اشرف ټينګار کړی چې د ښځينه کرکټ وده د کرکټ د نړيوالې شورا (ايي سي سي) او نړيوالې ګورننګ باډۍ د غړو دپاره غټه اړتيا وه، او دوی يې ترلاسه کولو ته ژمن دي.

تيره اوونۍ د کرکټ نړيوالې شورا اعلان کړی وو چې د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانستان د کرکټ د راتلونکې ته د کتنې دپاره يوه کاريزه ډله جوړوي.

د کرکټ د نړيوالې شورا مشر ګرېګ بارکلی د کاريزې ډلې د اعلان په وخت ويلي، ايي سي سي ژمنه ده چې د افغانستان د نارينه او ښځينه کرکټ د ودې دپاره ملاتړ دوامداره وساتي.

بارکلی ټينګار کړی، چې د افغانستان د کرکټ د ودې دپاره غوره لار دا ده چې غړي هېوادونه د طالبانو د نوي حکومت سره په دغه لړ کې اړیکې ولري.

د ايي سي سي مشر ويلي، بايد چې دغه حيثیت په ځای وساتل شي او د افغان کرکټ بورډ د لارې په بدلون د اثر انداز کېدو هڅه به کولی شي او حالات به د نزدې نه څارل کيږي او د هغې ترمخه به کومه پرېکړه کولی شي.