شاته

زده کوونکې شکېبا: غوښتل مې چې ښوونکې شم، ټولې هیلې مې هیلې پاتې شوې

د غزني د ښار اوسېدونکې شکېبا چې د جان ملکه په لېسه کې د یوولسم ټولګي زده کوونکې ده وايي، هیله یې درلوده چې له زده کړو سرته رسولو وروسته استاده شي او بیا خپلو زده کوونکو ته دیني زده کړې ورکړي، خو په وینا یې له بده مرغه چې دغه هیلې یې هیلې پاتې شوې ځکه طالبانو یې پر مخ د زده کړو دروازې وتړلې.

شکېبا زیاتوي، که طالبان یو پرمختللی افغانستان غواړي نو په ټول هېواد کې دې د نجونو پر وړاندې ښوونځي پرانیزي چې هغوی زده کړې وکړي.

ازادي راډیو له اغلې شکېبا سره مرکه کړې او په سر کې یې ورڅخه پوښتلي، اوس چې زده کړې نه شي کولی، څه احساس لري؟.

بشپړه مرکه د لاندې لینک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:24 0:00
مستقیم لېنک