شاته

داعش د سوریې په مرکزي‌ او ختیځو برخو کې بریدونه ډیر کړي

د سیمه ایزو راپورونو له مخې د اسلامي دولت ترهګرې ډلې پورې اړوندو جنګیالیو په وروستیو ورځو کې د سوریې په مرکزي او ختیځو برخو کې خپل بریدونه زیات کړي دي.

د نارث‌ پریس اجنیسي په نامه یوې سیمه ایزې رسنۍ خبر ورکړی چې د دوشنبې په ورځ نومبر ۱ (لړم ۱۰) د سوریې په مرکزي لرغوني پالمیرا ښار کې د داعش د دوو شکمنو جنګیالیو په برید کې د دسوریې د حکومت دوه سرتیري وژل شوي دي.

له سیمې څخه راپورونو وایي چې تر دې دوه ورځې مخکې هم د سوریې په ختیځ کې په دوو جلا پیښو کې د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو ملیشو په ګډون حد اقل د سوریې اوه حکومتي سرتیري وژل شوي دي.

سره له دې چې د اسلامي دولت ډلې تر خپل کنټرول لاندې کابو ټولې سیمې له لاسه ورکړي خو یاده ډله هڅه کوي چې په سوریه او عراق کې د خپلو مخالفینو په وړاندې لوی بریدونه وکړي.

یاده ډله تر ډیره د سوریې په "بادیه دښته" کې چیرې چې د حکومتي ځواکونو او د ایران او روسیې له ملاتړ څخه د برخمنو ملیشو له خوا کنټرولیږي، فعاله ده.

روسیه او ایران د بشارالاسد په مشرۍ د سوریې د حکومت دوه ستر ملاتړي ګڼل کیږي.

په بریټانیا کې د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ مشر رامي عبدالرحمان وایي:" بادیه اوسمهال په سوریه کې ډیره په زړه پورې سیمه ده."

نوموړي امریکا غږ ته وویل:"دا د سوریې په شمال او لودیځ کې د حکومت تر کنټرول لاندې سیمې له هغه مناطقو سره نښلوي چې د ترکیې له ملاتړ څخه د برخمنو ډلو له خوا کنټرولیږي."

د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې په وینا د داعش د زیاتیدونکو بریدونو په ځواب کې د روسیې جنګي الوتکو د دوشنبې په ورځ نومبر ۱ نیټنه پر یو شمیر پټنځایونو چې ګمان کیږي د داعش جنګیالیو دي حد اقل ۱۵ هوایي بریدونه کړي دي.

د اسلامي دولت ډله همدارنګه د سوریې په ختیځ کې په هغو سیمو کې چې د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو تر کنټرول لاندې دي او د امریکا ملاتړ هم ورسره دی فعالې هستې لري.

د سوریې د بشري حقونو د څار بنست په وینا، د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو په اکټوبر میاشت کې د داعش ضد ۲۱ عملیات ترسره کړي دي.

د امریکا په مشرۍ ائتلاف په یوه ټویټ کې څرګنده کړې "دا ګډ عملیات د سوریې په شمال ختیځ کې د داعش حضور او نفوذ د مخنیوي په هدف زموږ د متقابل تعهد ښکارندويي کوي."

په دغو عملیاتو کې چې د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو ملاتړ یې هم درلود د داعش ۵۱ شکمن غړي ونیول شول.