شاته

کابل ته د ملګرو ملتونو د مرستو انتقال او د بشري وضعیت د خرابیدو خبرداری

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې پر افغانستان د طالبانو له واکمنیدو وروسته د لومړي ځل لپاره روانه اوونۍ له بیځایه شویو افغانانو سره د مرستې په هدف کابل ته په یوې الوتکې کې ۳۳ ټنه مواد انتقال کړل.

د ملګرو ملتونو د چارواکو په وینا، ټاکل شوېده روانه میاشت په دوو نورو الوتکو کې هم افغانستان ته مواد انتقال شي. خو هغوی زیاتوي د هغه څه په نسبت ډیرو مرستو ته ضرورت دی چې د هغوی همکارانو او د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام یې غوښتنه کړې.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو یوې ویاندې شابیا مانټو وویل:"موږ د ځمکې، سمندر او هوا له لارو استفاده کوو څو افغانستان ته ډیرې بشرې مرستې ورسوو."

میرمن مانټو زیاته کړه، اوسمهال په زیاته اندازه مواد په ازبکستان کې چمتو دي او د اړتیا په صورت کې به په لارۍ موټرونو کې افغانستان ته انتقال شي.

د ملګرو ملتونو دغې چارواکې زیاته کړه د خوړو پروګرام اوسمهال هره ورځ د افغانستان مختلفو برخو ته په شاوخوا ۱۷۰لارۍ موټرونو کې خوراکي مواد انتقالوي.

د ملګرو ملتونو چارواکي وایي په افغانستان کې د بشري کړکیچ د مخنیوي په هدف ډیرو مرسته ته ضرورت دی. اکثریت اندیښنه لري چې د مرستو د نه رسیدو په صورت کې په افغانستان کې وضعیت تر جګړه ځپلي سوریې او یمن هم خراب شي.

د افغانستان په یو شمیر برخو کې هوا د سانتي ګریډ په کچه تر منفي ۲۵ درجو هم رسیږي او د ملګرو ملتونو په وینا له دې سره به د بیوزلو افغانانو حالت نور هم خراب شي ، په خاص ډول د هغو ۳.۵ میلیونو کسانو چې د جګړو له امله بیځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د چارواکو په وینا، هغوی د روان میلادي کال تر پایه پورې له ۱۱ میلیونو افغانانو سره د مرستې په هدف له غوښتل شویو ۶۰۶ میلیونو ډالرو نیمایي ترلاسه کړي دي.

د نړیوالو خیریه موسساتو په وینا، که بډای هیوادونه ډیرې مرستې ونکړي، په راروان ژمې کې به د افغانستان د ۳۸ میلیونه نفوس څخه احتمالا نیمایي له لوږې سره مخ شي.

خو شنونکي وایي له افغانستان سره د مرستو په برخه کې غربي حکومتونه یوازې دوه انتخابونه لري، یا باید د بشري سرغړونو له مواردو سره سره له طالبانو سره کار وکړي او یا هم باید له شلو کلونو پراختیا او ودې وروسته د وضعیت د خرابوالي شاهدان پاتې شي.