شاته

ملګري ملتونه: افغانستان کې ۳.۵ میلیون کسان د جګړو په وجه بیځایه شوي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنري (UNHCR) په افغانستان کې د داخلي بیځایه شویو د ناوړه وضعیت په هکله اندیښنه ښودلې او ویلي یې دي چې اوسمهال ۳.۵ میلیون افغانان د جګړې او ناامنیو په دلیل له خپلو اصلي ټاټوبو بیځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو دغې کمیشنرۍ د چارشنبې په ورځ نومبر درېیمه (لړم ۱۲) وویل دوی هڅه کوي چې د ژمي د موسم تر نژدې کیدو پورې افغانستان ته بشري مرستې ورسوي او کورنیو بیځایه شویو خلکو ته یې وویشي.

ملګرو ملتونو همداشان ویلي دي چې په ډیر تازه مورد کې په ژمنیو مرستو بار یوه الوتکه کابل ته رسیدلې ده او ټاکل شوې چې ددغه ډول مرستو رسیدل په راتلونکو ورځو کې دوام ومومي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ زیاته کړې چې د ژمي په رارسیدو سره د خلکو په ځانګړې توګه د کورنیو بیځایه شویو خلکو اړتیاوې بشري مرستو ته زیاتې شوي دي.

د ملګرو ملتونو په وینا زیات شمیر بیځایه شوې کورنۍ سرپناه نلري او هغه کسان هم چې بیرته خپلو اصلي سیمو ته تللي کورونه یې د جګړو په وجه ویجاړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو په اساس دغه سازمان په راتلونکي ژمي کې د ۵۰۰زره تنو سره چې په جګړو کې بیځایه شوي مرسته کوي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ زیاته کړې چې د افغانستان زیات شمیر اوسیدونکي بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري او د نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې دې هیواد سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

دا پداسې حال کې دي چې په یو تازه مورد کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږه کوونکي مارتین ګریفیتس، د جي۲۰ یا د شلو بډایو هیوادونو له ډلې ووغوښتل چې بدغه سخت حالت کې د افغانستان خلک هیر نکړي او له دې هیواد سره مرسته وکړي چې ناداره خلک وژغورل شي.