شاته

افغانستان کې له بانکونو څخه د پیسو ایستلو ونډه دوه چنده شوه

د افغانستان مرکزي بانک ویلي چې د افغانستان د بانکونو د ډالرو انفرادي حساب لرونکي کولای شي له دې وروسته په اونۍ کې ۴۰۰ډالر (۳۰زره افغانۍ) او یا په میاشت کې یو ځل ۱۲۰۰ډالر (۱۰۰زره افغانۍ) د خپلو حسابونو څخه وباسي.

دغه بانک د چهارشنبې په ورځ نومبر درېیمه (لړم ۱۲) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دغه تصمیم "د امانتونو د ورکړې د پروسې د اسانتیا، د هیوادوالو د مالي ستونزو د حل" په مقصد او همداشان د بانکي خدمتونو په وړاندې کولو کې د زیاتې اسانتیا د رامنځته کولو په خاطر نیول شوی دی.

له دې دمخه د بانکونو انفرادي حساب لرونکو په اونۍ کې ۲۰۰ډالر یا ۲۰زره افغانۍ له خپلو حسابونو څخه ایستلی شوای چې په بانکونو کې د پیسو کموالی یې یو له عمده دلیلونو څخه و.

د افغانستان مرکزي بانک همداشان سوداګریزو بانکونو ته امر کړی چې "د اسنادو او پخو دلیلونونو له وړاندې کولو پرته" پیسې د انفرادي حسابونو څخه د شرکتونو حسابونو ته انتقال نکړي.

د افغانستان بانک د سه شنبې په ورځ نومبر دوهمه (لړم ۱۱) په افغانستان کې له افغانیو پرته پر نورو بهرنیو اسعارو د راکړې ورکړې په برخه کې بندیز ولګوه او د خلکو یې وغوښتل، چې د بهرنیو اسعارو پر ځای دې په ورځینو معاملو کې افغانۍ وکاروي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي امریکا غږ ته د دې پریکړې هدف د ملي اقتصاد پیاوړتیا وښوده او ويې ویل، چې دا پریکړه اوسني اقتصادي حالاتو ته په پاملرنې شوې ده.

ښاغلی کریمي وايي، د بهرنیو اسعارو استعمالول پر اقتصاد باندې منفي اغیزه کوي، چې ورڅخه ټولو افغانانو ته زیان رسیږي. همداشان دی وايي، چې د افغانۍ استعمالول د اقتصادي خپلواکۍ سره هم مرسته کولی شي.

د افغانستان بانک دا پریکړه په داسې حال کې کړې، چې په افغانستان کې د اوږدو کلونو جنګ جګړو له امله په دغه هیواد کې نه یوازې امریکايي ډالر په پراخه کچه په راکړه ورکړه کې استعمالیږي، بلکې په ځینو سرحدي ولایتونو کې د ګاونډیو هیوادونو اسعار هم په ورځینۍ پولي معاملو کې په پراخه کچه استعمالیږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خان جان الکوزی په مارکیټ کې د افغانیو رواجول د افغانۍ د ثبات لپاره یو ډیر ښه او په ځای اقدام ګڼي او وايي، چې په تیر حکومتونو کې هم د افغانۍ د رواجولو لپاره څو ځلې اقدامات شوي وو.

ښاغلي الکوزي وویل " اما د دې لپاره باید د افغانستان بانک یو میکانیزم راوباسي هغو سوداګریزو لویو قراردادونو ته، چې اکثره په ډالرو کیږي، ځکه چې مونږ ډالرو ته هم ضرورت لرو مونږ یو وارداتي ملک یو، بهرنیان زمونږ څخه په افغانیو باندې مال نه اخلي نو د یو میکانیزم په اساس باندې لویه راکړه ورکړه یا سوداګریزه کاروبارکه واردات او صادرات وي هغه باید په ډالرو باندې اوسي، ځکه زمونږ صادرات باید په ډالرو خرڅ شي او هیواد ته ډالر راشي".

د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې ویاند حاجي ځیرک د افغانستان بانک د پریکړې هرکلی کوي او وايي، چې حکومت باید ډیره پاملرنه سرحدي ولایتونو ته واړوي. ښاغلي ځیرک وویل، چې زمونږ توقع او ارزو یې داده، چې افغانۍ باید د ټولو بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د پاکستاني کلدارو او ایراني تومان پر ځایورڅځه استفاده ورڅخه وشي.

د روان ۲۰۲۱میلادي کال د تیر اګست د میاشتې په نیمايي کې، چې طالبان واک ته ورسیدل ورسره سم د امریکا حکومت د افغانستان بانک شاوخوا لس ملیارده ډالرو د بهرنیو اسعارو زیرمې کنګل کړې، چې په پایله کې افغانستان د یو اقتصادي بحران سره مخ شو.