شاته

د سي آی اې مشر د امریکا او روسیې د اړیکو په اړه مسکو ته تللی

د امریکا د متحده ایالتونو د مرکزي استخباراتو د ادارې مشر ویلیم برنز د واشنګټن او مسکو د اړیکو په اړه د بحث لپاره په یوه کم ساري سفر کې روسیې ته سفر تللی دی.

په دې وروستیو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ له یو لړ تماسونو څخه ښکاري چې واشنګټن او مسکو د دوه اړخیزې بې اعتمادئ او یو لړ جنجالونونو سره سره غواړي‌ چې خبرو ته دوام ورکړي.

د امریکا د سفارت یوه ویاند ویلي دي چې برنز د جمهور رئیس جوبایډن په غوښتنه د سه او چهار شنبې په ورځو مسکو ته د یوه جګپوړي هئیت رهبري کوي.

د سفارت ویاند زیاته کړې:"هغوی د روسیې د حکومت له مسولینو سره ګوري څو د یو لړ دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبري‌ اتري وکړي."

د روسیې امنیت شورا ویلي دي چې ښاغلي برنز د یادې شورا له مشر نیکولای پاتروشیف او د روسیې د استخباراتو له پخواني مشر سره کتلي دي.

هیڅ لوري ددغه ملاقات جزیات ندي ورکړي خو امنیتي مسایل د هغوی په ترینګولو اړیکو کې مهم بحث ګڼل کیږي.

له سړې جګړې وروسته د دواړو هیوادونو اړیکې له روسیې څخه پر امریکایي اهدافو د سایبري بریدونو، د سوریې له جمهور رئیس بشارالاسد څخه د مسکو د ملاتړ، د مسکو د سیاسي مخالف مشر الکسي ناوالني د بندي کیدو او د اوکراین په اړه د روسیې د سیاست په ګډون د یو لړ مسایلو له امله ټیټ حد ته رسیدلي‌ دي.‌

د امریکا جمهور رئیس جوبایډن تیره میاشت د روسیې د چارو کارپوهه ویکټوریا نولانډ مسکو ته واستوله څو په دواړو هیوادونو کې د سفارتونو د کارکوونکو د کچې په اړه خبري‌ وکړي خو دغه خبرې بې نتیجې پاتې شوې.

جوبایډن په جون میاشت کې په ژنیف کې د روسیې له جمهور رئیس ولادمیرپوتین سره وکتل. ښاغلي بایډن وویل دا به شپږ میاشتې تر یو کال وخت ونیسي چې روښانه شي آیا د دواړه هیوادونه معنی داره ستراتیژیک ډیالوک رامنځ ته کولی شي که نه.

پوتین که څه هم څو ځله پر امریکا انتقاد کړی دی خو تیره میاشت یې وویل چې له بایډن سره یې اساسي اړیکې رامنځ ته کړي دي. کرملین څرګنده کړې چې د روان کال په ترځ کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د نورو ملاقاتونو امکان هم شته.