کولمبیا کې د ځمکې د ښوویدو له امله ۱۰ کسان وژل شوي
د ژغورنې مسولین وایي چې د کولمبیا په جنوب غرب کې د سختو بارانونو وروسته پر یوه هوټل د ځمکې د ښوویدو له امله لس کسان وژل شوي دي.
د چارواکو په وینا د پیښې له سیمې څخه نهه کسان ژوندي راایستل شوي خو د دوو کسانو وضعیت ډیر نازک دی.
د ځمکې دا ښوویدنه د ورځې په لومړیو ساعتونو کې د مالاما په نامه په یوه ښار کې چې ۷۰۰۰ نفوس لري او د اکوادو سره پولې ته نږدې پروت دی، رامنځ ته شوې ده.
د اکوادو د پیښو د مدیریت ملي ادارې ویلي دي چې د یو شمیر ونزویلایانو په ګډون اته وژل شوي، میرمنې دي.
چارواکو زیاته کړې ددې احتمال شته چې ډیر کسان په هوټل کې ګیر پاتې وي خو د هغوی په وینا د ژغورنې کارکوونکي د خټو د لیرې کولو لپاره چې یو لوی سړک یې هم بند کړی ، هڅي کوي.
د ژمې په رارسیدو سره معمولا د لاتینې امریکا په یو شمیر برخو کې د سختو اورښتونو له امله ځمکې ښوویږي چې پر مالي تاوانونو سربیره ځانې تلفات هم اړوي.