شاته

یاهو شرکت په چین کې خپل خدمات بند کړل

یاهو شرکت ظاهرا تر ډیره په یوه سمبولیک اقدام کې د سه شنبې په ورځ نومبر ۲ وویل چې په چین کې یې د ستونزمن عملیاتي محیط له امله خپل خدمات بند کړي دي.

دغه امریکایي شرکت په خپله ویب پاڼه د یوې بیانیې په خپرولو سره ویلي دي چې دا اقدام د نومبر له لومړۍ نیټې څخه "په تجارت کې د زیاتیدونکو ننګونو او قانوني محیط له امله، د اجرا وړ دی."

د نومبر لومړۍ نیټه هغه تاریخ دی چې د چین د شخصي معلوماتو د خوندیتوب قانون د اجرا وړ وګرځید. دا قانون نه یوازې د شرکتونو له خوا راټولیدونکو معلومات محدودوي بلکې د هغوی د خوندي توب ستندرد لارې چارې هم بیانوي.

یاهو د محدودیتونو له امله دا اقدام په داسې حال کې کوي چې په دې وروستیو کې پر انټرنټي کمپنیو نور محدودیتونه هم وضع شوي‌ دي.

په چین کې د یاهو شرکت د ډیرو خدماتو مخه چې د ۱۹۹۹ کال راهیسې کار کوي نیول شوې ده. د وال سټریټ ژورنال په وینا په ۲۰۰۵ کال کې له علي بابا شرکت سره د همکارۍ له یوه قرار داد وروسته، د یاهو خدمات کرار کرار محدود کرای شول.

د یاهو د چین څانګې په ۲۰۰۴ کال کې چینایي چارواکو ته داسې معلومات ورکړل چې د حد اقل دوو مخالفینو د بندې کیدو لامل شول. امریکایي قانون جوړونکو او فعالینو د یاهو دا اقدام وغانده او یاهو هم له خپل دې کاره بښنه وغوښتنه.

چین تر دې مخکې فیسبوک، ګوګل او د ټولنیزو رسنیو د پلټنې ګڼ شمیر نړیوال ویبسایټونه هم بند کړی دی. خو کارونکي اوس هم کولی شي د "وي‌ پي ان" virtual private network څخه په استفادې دغو ویبسایټونو ته لاسرسی ولري.

مایکروسافت شرکت هم په اکټوبر میاشت کې په چین کې د لینکډین د تجارت او کاري خدمتونو څانګه وتړله او دلیل یې "په چین کې له ننګونو ډک چاپیریال او د ډیرو ضروریاتو غوښتل وبلل."