شاته

د سعودي په مشرۍ ایتلاف وایي ۱۱۵حوثي یاغیان یې وژلي

د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ایتلاف ویلي چې د یمن د مارب ستراتیژیک ښار په شاوخوا کې ددې ایتلاف په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱۵ حوثي یاغیان وژل شوي دی.

د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس د سه شنبې په ورځ نومبر دویمه (لړم ۱۱) ددې هیواد د پوځي مقاماتو له خولې رپوټ ورکړ چې د ۱۱۵حوثي یاغیانو له وژنې سربیره ددې یاغیانو ۱۴پوځي وسایط هم په دغو بریدنو کې له منځه وړل شوي دی.

د مارب ښار د یمن د تیلو د زیرمو لرونکي ولایت مرکز دی چې د یمن د حکومت د وفادارو ځواکونو وروستۍ اډه ده چې د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت پیژندل کیږي.

د سعودي په مشرۍ ایتلاف د اکتوبر د ۱۱راپدیخوا تقریبا هره ورځ د مارب ښار د شاوخوا د بمباردولو خبر ورکوي، چې د هغه وخت راهیسې تر اوسه یې لږ تر لږ ۲۳۰۰حوثي یاغیان په هوایي بریدونو کې وژلي دي.

حوثي یاغیان چې د ایران له ملاتړ څخه برخمن دي د مارب ښار د نیولو لپاره یې عملیات د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې پیل کړي خو د یو څه ځنډ وروسته یې په تیرو څو اونیو کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د سعودي په مشرۍ ایتلاف د هوایي بریدونو سره سره د یمن د حکومت یو پلوي پوځي مقام د فرنس پرس خبري اژانس ته ویلي چې حوثي یاغیانو د مارب ولایت کې پرمختګ کړی دی.

د حوثي یاغیانو ویاند یحییسریع، د سه شنبې په ورځ د المسیره تلویزیون ته وویل چې ددې ډلې جنګیالیو د څو جبهو څخه د مارب ښار څنډو ته ځانونه رسولي دي. هغه وویل: "د پرمختګ لپاره به یوه ګړۍ هم صبر ونه کړو، تر څو مو ټول پاتې ځایونه نه وي ازاد کړي."

دوه ورځې مخکې د یمن د حکوت د اطلاعاتو وزیر فرانس پرس ته وویل چې د حوثي یاغیانو په برید کې د مارب ښار په جنوب کې په یو جومات کې لږ تر لږه ۲۹تنه وژل شوي چې ښځې او ماشومان په کې شامل دي.

وروسته له هغې چې په ۲۰۱۴کال کې حوثي یاغیانو د یمن پلازمینه صنعا ښار ونیو د مخلوع شوي جمهور رئیس عبدربه منصور هادي حکومت چې په نړیواله ټوګه په رسمیت پیژندل کیږي د سعودي عربستان پایتخت ریاض ښار کې په جلاوطنۍ کې اوسیږي.

د سعودي په مشرۍ پوځي ایتلاف په ۲۰۱۵کال کې د ښاغلي هادي د حکومت په پلوۍ په یمن کې د حوثي یاغیانو پر ضد بریدونه پیل کړل چې دغه هیواد د هماغه وخت راهیسې د خونړۍ جګړې مرکز دی چې شاوخوا ۱۳۰زره کسان په کې مړه شوي او د نړۍ تر ټولو سخت بشري ناورین سره مخامخ دی.